لاهور۔30دسمبر(اے پی پی) د سې??ېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني وئيلي دي سوداګر د هېواد په پرمختګ كښې د ملا د تير حېثيت لري ٬ كاروباري فعاليتونو ته ودې وركولو كښې د لاهور چېمبر آف کامرس اېنډ انډسټری كردار د هېرولو نه دے ٬ د سوداګرو مسئلې حل كولو له به خپل بشپړ كردار ترسره كوم٬ د هېواد پرمختګ لپاره اقتصادي او معاشي استحكام ضروري دے٬ په سې??ېټ كښې د معاشي بحالۍ په زياتو وړاندېزونو كار روان دے۔ ده د دې خيالاتو څرګندونه د ګل په ورځ د لاهور چېمبر آف کامرس اېنډ انډسټری(اېل سي سي آئي) دورې په موقع سوداګرې ورورولۍ ته خپل خطاب كښې وكړه۔ په دې موقع د لاهور چېمبر آف کامرس اېنډ انډسټری میاں ابوذر شاد، ن??ئب صدر اېل سی سی آئی ، پخوانے نائب صدر اېل سی سی آئی فېصل ،اېګزېکټو غړي ، مېډم فردوس، سید حسن رضا ،عامر میاں ،عزیر الرحمان چن،علی حسام اصغر،خواجه شاهد اکرم ، ټرېكټر انډسټرۍ څخه عرفان ، آئی ټی سېکټر څخه آصف ملک، فیضان محمود ، د سوداګرې ورورولۍ استازي ٬ خبريالان او ګڼ شمېر عام وګړي موجود وو۔ د سې??ېټ چيئرمېن ووئيل سوداګر د هېواد په پرمختګ كښې د ملا د تير حېثيت لري٬ كاروباري فعاليتوننو ته ودې وركولو كښې د اېل سي سي كردار د هېرولو نه دے۔ ده ووئيل د سوداګرو په مسئلو خبره كولو له د سې??ېټ فورم حاضر دے٬ دسېنېټ په قائمه ??مېټيو كښې د هر يو سياسي ګوند نمائندګي ش??ه٬ د سوداګرو مسئلې به په ترجيحي بنيادونو قائمه ??مټيو ته سپارلې شي۔ یوسف رضا ګیلانی ووئيل هېواد دا مهال معاشي ستونزو سره مخ دے ٬ د هېواد پرمختګ لپاره اقتصادي او معاشي استحكام زيات ضروري دے٬ غوره معاشي سباؤن لپاره د پبلك پرائيوېټ سې??ټر اشتراك ګټور دے٬ په سې??ېټ كښې د معاشي بحالۍ په يو شمېر وړاندېزونو كار روان دے۔ ده ووئيل كركيلې ته له پام كولو څخه پرته زمونږ هېواد مخ په وړاندې تللے نه شي٬ ?? كركيلې بهترۍ له به مونږ له عصر ټېكنالوجي كارول وي۔ ده ووئيل د غوښې صنعت ته ودې وركولو سره زرمبادله ترلاسه كېدې شي٬ ??هرهېوادونو كښې د غوښې طلب زيات دے٬ سعودي عربستان ٬او د چين په شمول نور هېوادونه د دې لويې ماركيټونه دي٬ مونږ د نړيوال معيار له مخې سلاټر هاؤسز جوړولو سره غوښه برآمد كولې شوو۔ ده ووئيل د بزنس كميونټي او پارليمنټ ترمينځه بايد ژور تړون وي٬ ??وچ بايد دا وي چې هېواد وي نو مونږ به يوو٬ چې هېواد نه وي نو هېڅ به نه وي۔ ده ووئيل پالېسيو لپاره ميثاق جمهوريت ته اړتيا ده٬ لكه څنګه چې بېنظير بھټو شهيدې او نواز شريف د هېواد پراخه ګټې لپاره د مېثاق جمهوريت بنياد اېښودل ؤ دغسې مونږ له به هم مېثاق جمهوريت كول وي۔ ده ووئيل ټېکس بايد سنګل ډېجټ كړے شي په دې اړه د خزانې وفاقي وزير اورنګزیب شپه او ورځ هڅې كوي او هيله ده چې هغه به ډېر زر ټېكس سنګل ډيجټ ته راوړي۔ په دې موقع د سوداګرې ورورولۍ استازو د سې??ېټ چيئرمېن له خپلو مسئلو څخه خبر كړو۔ په دې يوسف رضا ګيلاني هغوي ته د هرې ممكنه مرستې باور وركړو۔ وروستو د لاهور چېمبر آف كامرس صدر میاں ابوذر شاد د سې??ېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني ته شيلډ وركړو۔