اسلام آباد۔27 دسمبر(اے پی پی)وزیراعظم شهباز شریف وئيلي دي د پاكستان حكومت هېواد څخه د بشري قاچاق په بشپړه توګه د ختمولو عزم لري٬ په يوه اونۍ كښې دې په بشري قاچاق كښې ككړ كسان ونيولې شي او د هغوي په ضد دې قانوني كارروائي وكړې شي٬ د داخله وزير ??ه مشرۍ كښې دې د قاچاق مس??لې تلپاتي حل لټولو له كمېټي جوړه كړې شي۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د وزيراعظم ??ه مشرۍ كښې هېواد كښې د بشري قاچاق مخنيوي له د جاج اغستو غونډه وشوه۔ په غونډه كښې د روانې مياشتې ??ه مهال يونان ته نزدې د وطن پرېښودونكو ??شتۍ ته ورمخې ته شوې پیښه بندې د مشتاق سكھيرا ??ه مشرۍ كښې د جوړې كړې كمېټۍ رپورټ وړاندې كړے شو۔ وزيراعظم د بشپړ رپورټ ??ه مرتب كولو د مشتاق سكھيرا مننه وكړه۔ وزيراعظم هدايت وكړو چې په يوه اونۍ كښې دې بشري قاچاق كښې ككړ كسان ونيولې شي او د دوئي په ضد دې قانوني كارروائي وكړې شي۔ وزيراعظم په بشري قاچاق كښې د ككړو په ضد د استغاثې عمل لا فعاله كولو هدايت وكړو۔ وزیراعظم پوښتنه وكړه چې په بشري قاچاق كښې د ككړو كسانو سهولت كارو سركاري چارواكو ??ه ضد تر دې دمه تاديبي كارروائي ولې ونكړې شوه؟ وزیراعظم هدایت وكړو چې بهر هېوادونو ته تلوونكو ??ولو وګړو لپاره دې د وېزې كره كتنه او نور قواعد او ضوابط فعاله كړې شي٬ حكومت هېواد څخه د بشري قاچاق بشپړه خاتمې له لوظي دے۔ وزیراعظم د داخله وزير ??ه مشرۍ كښې د بشري قاچاق مس??لې حل لټولو له د كمېټۍ جوړولو هدايت هم وكړو۔ په غونډه كښې بشري قاچاق په ضد د پورته كړے شوو ګامونو په اړه وزيراعظم ته بريفنګ وركړو۔ په غونډه کښې د روانې مياشتې ??ه مهال یونان ته نزدې د وطن پرېښودونكو د کشتی پېښه كښې د مړو شوو پاكستانيانو شناخت او د هغوی مړي وطن ته رارسولو كښې په شوي پېشرفت بريفنګ وركړے شو۔ په غونډه کښې د اقتصادي چارو وفاقي وزیر احد خان چیمه، د اطلاعاتو وفاقي وزیر عطا تارړ، خصوصی مرستیال طارق فاطمی او د اړوندو ادارو نور اعلی چارواكي موجود وو۔