اسلام آباد۔14اکتوبر(اے پی پی) د چين وزيراعظم يوولس كال پس د شنګھائي مرستې تنظيم غونډې په مهال د پاكستان دوره د دوا??و هېوادونو ترمينځه د مضبوطو اړ??كو يو مهم علامت دے ، دا دوره به د پاكستان او چين ترمينځه اړ??كو ته د لا ودې وركولو او په بېلو څانګو كښې د همكارۍ زياتولو موقعې رامخې ته كړي۔ د پلاننګ کمېشن چارواكو له مخې د چين وزيراعظم يوولس كاله پس د پاكستان دوره كوي او په پاك چين دوه اړخيزه اړ??كو به خبرې كوي۔ دې څخه وړاندې په ك??ل 2013 كښې د چين وزيراعظم د پاكستان دوره كړی وه۔ په دې مهال به په يو شمېر مهمو چارو خبرې ك??لې او د اقتصادي مرستې او سي پېك لاندې د روانو منصوبو جاج به اغستلې شي۔ تجارت ٬ سرمايه ك??ري ??و تجارتي اړ??كو لا زياتولو او د چين لخوا په پاكستان كښې د سرمايه ك??رۍ موقعو په پېدا كولو به خبرې ك??لې شي دغسې چې دې څخه دواړه هېوادونه استفاده وكړي۔ په تعلیمي ، سائنسي او كلتوري څانګو كښې همكاري ??ياتولو له د لوظنامو لاس ليك كېدنه هم امكان لري كومې به چې په اولسي كچه د دوا??و هېوادونو اړ??كو لا مضبوطولو كښې مرستيالې ثابتې شي۔ د چين وزيراعظم دا دوره د ملګرتيا دوه اړخيزه پخوانو اړ??كو ته د يو نوي اړخ وركولو او د دوا??و هېوادونو ترمينځه د ستراتيجيكي همكارۍ لا مضبوطولو يوه مهمه موقع ده۔