اسلام آباد 06 ستمبر (اے پي پي) قامي اسمبلۍ ته ووئيل شول په اسلام آباد كښ?? د فيډرل ګورنمنټ ايمپلائز هاٶسنګ فاٶنډيشن او د استوګنې د نورو سكيمونو او لائټيانو ته د پلاټ الاټ كولو عمل زر تر زره پېل كولو لپاره اقدامات كوٶ، ريزيډنشل سكيمونو له د زمكې وركٶونكو مالكانو ته به جائز معاوضه د وركولو هڅه كوٶ۔ د جمعې په و??ځ د قامي اسمبلۍ غونډه كښ?? په دې لړ كښ?? د پام راګرځونې د نوټس په ځواب رياض حسېن پيرزاده ووئيل زه خپله د دې منصوبو دورې كوم٬ د وزارت لخوا د پوښتنې ځواب وركړے شوے خو يو شمېر چارې داسې دي چې ذكر ئې نه دې شوے۔ ??هت??ب اکبر راشدي ووئيل زياتره پلاټس د سركاري محكمو ملازمانو ته الاټ شوي٬ ځېنې كسانو پېسې جمع كړي او تر اوسه ھغوي ته الاټمنټ نه دې شوے۔ ده ووئيل د دې منصوبو په حواله نظام الاوقات هم پكار دے۔ سپيکر د هاٶسنګ وزير ته د تفصيلي بريفنګ وركولو درخواست وكړو٬ عقيل ملك ووئيل په اېف 14، اېف 15 ، جي 14 او نورو منصوبو كښ?? سي ډي اے هم آن بورډ اخستل پكار ده۔ سپيکر كمېټۍ ته د اړوند اېم اېن اېز شاملولو امر وكړو٬ د هاٶسنګ وزير ووئيل د اسلام آباد لېنډ اونرز له پكار دي چې د ارب پتيانو په ځاے وزارت سره جوائنټ وينچر وكړي۔عاليه کامران ووئيل ملازمانو 15 كاله وړاندې پورا پېسې جمع كړي او د هغوي پېسې په بېنك كښ?? اېښودلې شوي چې وزارت ئې ګټه اخلي٬ دغسې سپيكر دا معامله كمېټۍ ته وسپارله۔