اسلام آباد 18 اګست (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري په قامي كچه د ځنګلو ش??ح زيات??لو په حاجت زور راوړلو سره وئيلي چې پاکستان د موسمیاتی بدلونونو او ګلوبل وارمنګ له امله تر ټ??لو زيات ځپلې شويو هېوادونو كښې يو دے،اولس دې د پشكال د بوټو كرلو كمپائن كښې په زړه پورې برخه واخلي۔د ایوانِ صدر پرېس ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې د دې خيالاتو څركندونه ده کراچۍ كښې د بوټو كرلو كمپائن ترمخه بوټے نال??لو سره د خبرو په همهال وكړه۔ صدر مملکت په بلاول هاؤس کراچۍ كښې د پشكال كلن بوټو كرلو كمپائن ترمخه بوټے نال كړو۔ 18 اګست په پاکستان كښې د پشكال د بوټو كرلو قامی ورځ په توګه لمانځلے كېږي۔ صدر مملکت ووئيل په قامي كچه د ځنګلو زيات??لو ته اړتيا ده،اولس دې موسمیاتی بدلون ، نړيوال درجه كښې د زياتوالې منفی اثرات کم??لو لپاره زيات بوټي نال كړي۔ده ووئيل پاکستان د موسمیاتی بدلونونو او ګلوبل وارمنګ له امله تر ټ??لو زيات ځپلې شويو هېوادونو كښې يو دے، ځوانان او سول سوسائټي دې د ځنګلو رقبے زيات??لو لپاره زيات بوټي نال??لو كښې مرسته وكړي۔