اسلام اباد 14 جون (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا ګورنر فېصل کریم کنډي وئيلي دي وزيراعظم سره په ملاقات كښې خېبرپښتونخوا لپاره په منصوبو خ??رې اتېر شوي جې پكښې چشم?? لفټ كېنال٬ چكدره-دير-چترال موټروے ٬ د فاټا پاټا ?? ټېكس په مسئلو حل كولو د خيالاتو څرګندونه شوې ٬ وزيراعلٰې دې د اېپكس كمېټۍ زر ??ر زره غونډه راوبللي ۔ د جمعې په ورځ د قامي اسمبلۍ نه بهر د پرېس كنفرنس په مهال ګورنر فېصل كريم كنډي ووئيل اسلام آباد كښې مې وزيراعظم شهباز شريف سره ګتور ملاقات شوے ۔ ده ووئيل د چشم?? لفټ کینال لپاره 19 اربه روپۍ بجټ كښې بېلې كړې شوي ٬ په چكدره ۔دير چترال موټر وے د منصوبې به سږ كال پرانسته كوو او باقاعده به پرې كار پېل كوو ۔ ده ووئيل د فاټا او پاټا ?? ټېكسونو مسئله حل طلب ده٬ ده ووئيل د فاټا او پاټا اولس سره شوي لوظونه به سرته رسوٶ۔ ګورنر ميډيا ته خپلو خ??رو كښې ووئېل په صوبه كښې د امنيت مسئله د ټولو په وړاندې ده٬ اولس د تحفظ نشتوالي سره مخ دے٬ وزيراعلې دې زر ??ر زره د اېپكس كمېټۍ غونډه راوبلي او بريفنګ دې واخلي۔دغسې د صوبائي كابېنې هنګامي غونډه دې هم راوبللې شي۔ ده ووئيل د پي ټي ائي حكومت د بېلين ټري سونامي پروژې نامه اغستو نه قاصر دے ۔ بېلين ټري سونامي منصوبه چرته ده٬ هيڅ نه ده معلومه۔ ده ووئېل د پیښور نه اسلام ته د څو ملاقاتونو لپاره راغلے ووم۔په بجټ مختلف ګوندونو مختلفې رائے لرلې ٬ دغسې وزيراعظم سره زما ملاقات شوے ۔ ده ووئېل د وزيراعظم او د واپډا د چيئرمېن مننه كو?? چې د چشم?? لفټ كنال لپاره ئې بجټ كښې 19 اربه روپۍ اېښودې دي د كومې به چې سږ كال پرانسته كوو۔ ده ووئېل دا منصوبه به ډېرې ګتې لري د منصوبې تر سره كېدو سره به خېبر پښتونخوا د هېواد سره سره بهر هم د غنم لېږلو جوګه شي۔ ده