بيجنګ 10 مئي (اے پي پي) چين سپوږمۍ ته د پاکستاني سيټلائيټ “آئي کيوب قمر” ډېټا د جمعې په ورځ پاكستان ته سپارلې چې ورسره د دواړو هېوادونو ترمېنځه د سپوږمۍ پحقله په تحقيق كښې مرسته لا زياته شوې ده۔ د چائ??ا نيشنل سپېس ايډمنسټريشن مشر ژانګ کي جيان په بيجنګ كښې د ستورې په مهال ډېټا کيريئر په چين كښې د پاکستان سفير خليل هاشمي ته سپارلې۔ په دې موقع د دواړو مشر??نو په ګډه د آئي كيوب قمر د لارې د اخستې شوي وړومبني عكس مخ كتنه هم وكړه٬ د دستورې مشري د چائ??ا نيشنل سپيس ايډمنسټريشن چيف انجينئر لي ګوپنګ كړې۔ په دستوره كښې د چائ??ا نيشنل سپيس ايډمنسټريشن د ن??يوالې مرستې څانګې٬ د لونر ايکسپلوريشن اينډ سپيس انجينئرنګ سينټر، د شنګھائي جياؤټونګ يونيورسټي، د پاکستان د سپاركو ادارې او د ايشيا پيسيفک سپيس کوآپريشن آر??نائزيشن نمائندګ??نو په دستوره كښې ګډون وكړو۔