اسلام آباد 07 مئي (اے ??ي ??ي) وزيراعظم محمد شهباز شريف ته د ټرېك اينډ ټريس سسټم په نفاذ كښې بې غوري كوٶنكو افسران په ګوته كولو لپاره جوړې كړ?? شوې انكو??ئر?? كمېټۍ رپورټ وړاندې كړې، وزيراعظم په دې سنګين لا پرواهۍ كښې د مرتكب كسانو په ضد د سخت محكمانه كاروائۍ امر ??ړې۔ د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې د اېف بي آر د ټرېك اينډ ټريس سسټم پحقله د لوړې كچې غونډه شوې چې پكښې وفاقي وزيرانو محمد اورنګزېب، احد خان چيمه، د منصوبه بندۍ كمېشن دوهم چيئرمېن جهانزېب خان، د اېف بي آر چيئرمېن ملك امجد زبير ټوانه او اړوند چارواكو ګډون كړې۔ په غونډه كښې د انكو??ئر?? كمېټۍ غړو پشمول د خزانې سېكتر امداد بوسال، اوېس کنډي، نعمان خالد او بابر مجيد بھټي ګدون كړې۔ ټرېك اينډ ټريس سسټم په هېواد كښې د سګريټ سازي، سرې او سيمنټ په كارخانو كښې د پېداوار مانيټرنګ٬ د جعلي مصنوعاتو شناخت او د قاچاق خاتمې لپاره جوړه كړ?? شوې وه۔ وزيراعظم ووئيل په ټرېك اينډ ټريس سسټم كښې د ناقص منصوبه بندۍ او د نفاذ پحقله د بې غورۍ له امله د هېواد معيشت ته زيان رسېدلې٬ د دومره اهمې ??ام?? منصوبې په نفاذ كښې جلدبازۍ كولو سره اهم شقونو ولې نظر انداز كړ?? شوې۔ وزيراعظم امر ??كړٶ په دې سنګين لا پرواهۍ كښې د مرتكب كسانو په ضد دې سخته محكمانه كاروائي وكړې شي، لائسنس سره په لوظنامو دې په سمدستي توګه نظر ثاني وكړې شي، په لوظنامه كښې د تهرډ پارټۍ آډټ او د شخړو د حل د متبادل نظام په حقله دې هم شقونه شامل كړې شي، د انکو??ئر?? رپورټ له مخې د وخت پروجېكټ ډائرئكټر او د اپرېشنز غړې ان لېنډ ريونيو د دې بې غورۍ مرتكب شوې٬ د رپورټ له مخې په دې سنګين غلطۍ كښې د بنيادي ذمه واري د دې نه وروسته په دغه چوكو په كار كوٶنكو افسرانو راځي٬ ناقص انتظامي نګرانۍ لپاره د ھغه وخت د اېف بي آر چيئرمېن ذمه وار ګرځول?? شوې۔ وزيراعظم په جامع رپورټ مرتب كولو د انكو??ئر?? كمېټۍ د كاركردګۍ ستائنه وكړه۔