لاهور 23 اپرېل (اے پي پي) د ايران صدر ابراهيم رئيسي وئيلي دي د پاکستان او ايران ترمېنځه تاريخي٬ مذهبي٬ تهذيب?? او كلتوري مراسم موجود د?? او دواړه هېوادونه علم ٬ هنر او جديد مركزونو او علوم و فنون ته په وده وركولو كښې خوښي لري۔ د لاهور ګورنمنټ کالج يونيورسټۍ فيکلټۍ او زده كوونكو ته خپلې وېنا كښې د ايران صدر ووئيل د قامونو په برادرۍ ك??ې ځاڼګړے مقام ترلاسه كولو لپاره د علم ٬ هنر٬ سائنس او ټېكنالوجۍ ته خاص پام لرنه د وخت مهم ضرورت دے۔ ده ووئيل زمونږ پوهنتونونه د علم او تحقيق مركزونه د?? او د تعليم په څانګه كښې كوټلې لائحې سره بهتر نتيجې ترلاسه كېدې شي۔ ده زياته كړه چې شاعر مشرق علامه اقبال کلام ته په ايران كښې خاص ډاډګيرنه ترلاسه ده۔ د ايران صدر ابراهيم رئيسي ووئيل د فلسطين پحقله د پاكستان او ايران موقف يو دے۔ ده ووئيل د پاکستان او ايران ترمېنځه د توان پشمول نورو څانګو كښې مرسته به په سباون كښې لا زياتولې ??ي۔ د ايران صدر ابراهيم رئيسي د پاكستان خپلې ??ورې په مهال د مېملستياﺀ او درناوي ستائنه هم وكړه۔