اسلام آباد 20 نومبر (اے پي پي)د مذهبونو همغږۍ لپاره د وزيراعظم خاص استازي حافظ طاهر محمود اشرفي وئېلي دي پاكستان اسرائيل سره هېڅ ډول اړيكې نه لري٬د فلسطين ??سئ??ه دا مهال د ټولې نړۍ ??سئ??ه ده٬فلسطين به يواځې نه پرېږدو او نه يې پرېښودلے شو٬ د پاكستان دښمن قوتونه غواړي چې په څه ډول په هېواد كښې عدم استحكام راپېدا شي٬ د تېرو څو ورځو راهسې د هند په ورځپاڼو او په سوشل مېډيا يو بې بنياده راپارونكے كمپائن چلېږي۔د ګل په ورځ خبري كنفرنس ته د مذهبونو همغږۍ لپاره د وزيراعظم خاص استازي حافظ طاهر محمود اشرفي ووئېل د اكتوبر په 7مه نېټه د غزه پیښه شوې٬خارجه وزارت هم په دې ورځ د فلسطين سر د يووالي د عزم پخلے كړے۔خارجه وزير پرېس كنفرنس وكړو او د فلسطين ملاتړ له د خپل عزم څرګندونه وكړه او په حكومتي كچه د پاكستان لخوا د فلسطين لپاره مرسته روانه كړې شوه ۔ده د پاك پوځ سرلښكر سره د علماﺀ او مسائخو اوسني ملاقات په اړه ووئېل دا ملاقات ډېر ګټور او كامياب ؤ ٬ټولو علماﺀ او مشائخو د پاك پوځ سرلښكر ته د بشپړه مرستې او ملاتړ باور وركړو۔دغسې علماﺀ په ملاقات كښې د غېر قانوني او غېر ملكيانو د بېرته تللو په معامله اتفاق كړے خو دا امر افسوسناك دے چې ځينې مفاد پرستو عناصرو د دې ملاقات نه پس يو بې بنياده كمپائن پیل كړو چې پكښې وئېلي شوي چې د پاك پوځ سرلښكر او د علماﺀ ترمينځه يو بلټ پروف شيشه لګولې شوې وه۔ده ووئيل كور كمانډر كنفرنس اعلاميه كښې هم د فلسطين ??سئ??ه رامخې ته شوې او آئي سي غونډه كښې هم د پاكستان ښكاره دريځ رامخې ته شوے ۔ ده ووئېل د پاكستان وزيراعظم نيغ په نيغه د فلسطين صدر سره رابطه كړې۔هلته ه د پاكستان وزيراعظم د فلسطين صدر سره ملاقات كړے۔ده ووئيل د فلسطين ??سئ??ه او د كشمير ??سئ??ه زمونږ اساس دے د دې څخه سړغړونه ممكن نه ده۔ده ووئيل د پاكستان لخوا د فلسطين او كشمير په ??سئ??ه دريځ ښكاره دے۔په چين كښې د خارجه وزيرانو غونډه كېږي٬چين زمونږ ورور هېواد دے۔د پاكستان سعوديه٬قطر٬ايران٬مصر پشمول ټولو اسلامي ه??وادونو سره په دې معامله رابطه لرو ۔ده ووئيل افغانستان زمونږ ګاونډي ه??واد دے٬ تر 42 كالو د هغوي لپاره مونږ قرباني وركړې۔مونږ دا وائيو چې زمونږ د پاكستانيانو وينه توهېدل نه دي پكار٬مونږ ته خپل خلق ګران دي٬غېر قانوني كسان د دلته نه په لېږلو بايد هېڅ ډول عذر ونه لري٬ ده ووئېل مونږ د اسلام آباد غوندې په كابل كښې هم امن غواړو٬ولې زمونږ حق نه دے چې كوم په غېر قانوني توګه دلته اوسېږي هغوي بېرته ولېږو۔مونږ ??ڼو چې د ګاونډي فرض دے چې هغوي د ګاونډي هم خيال اوساتي۔ده ووئيل كوم غېر قانوني زده كونكے د وفاق څخه په متصل مدرسو كښې موجود نه دے٬وفاق المدارس په دې وړاندې څخه خپل كار بشپړ كړے او كوم غېر قانوني زده كوونكي كښې په مدرسو كښې نشته