اسلام آباد۔22اکتوبر(اے پی پی)د بشري حقونو قومي كمېشن (اېن سی اېچ آر) او انټرنېشنل آرګنائزېشن فار مائیګرېشن (آئی او اېم) پاکستان د بشري حقونو تحفظ سره په اړوندو اقداماتو كښې د مرستې لا مضبوطولو له د اتوار په ورځ د تفاهم يادښت لاس ليك كړو۔ دا اېم او یو د تاركين وطن خېر ښېګړې او بشري حقونو ته ترجيح وركولو له د دواړو تنظيمونو د عزم عكاسي كوي۔ د اېم او يو لاندې ب?? اېن سی اېچ آر او آئی او اېم پاکستان په ګډه اړوندو فعاليتونو كښې برخه اخلي چې مقصد يۍ تحقيق ٬ خبرتيا او رسائي غوره جوړول او د پا??ستاني حكومت د ترجيحاتو لمخې پا??ېسي مشاورت كول دي۔ د اېن سي اېچ آر چيئرپرسن رابعه جوېريه آغا د تاركين وطن په حقونو رڼا اچولو سره ووئيل د يوناني تاركين وطن كشتۍ پېښه هغه دړدېدلې خطرې رامخې ته كوي كومو سره چې خلق د غوره سباؤن په لټون كښې مخ كېږي۔ دې ووئيل د اجتماعي هڅو د لارې مونږ د نقل مكانۍ حوالې سره يو محفوظ او غوره نقطه نظر لپاره كار كولې شوو كوم چې د غوره سباؤن په لټون كښې د خلقو خېر ښېګړه او وقار په ځايې ساتلې شي۔ دې ووئيل لاس ليك شوې د تفاهم يادښت به د دې مقصد مخ په وړاندې ب??تللو كښې مهم كردار ترسره كړي۔ د آئی او اېم پاکستان چیف آف مشن میو ساتو ووئيل د تفاهم دا يادښت په مناسب وخت لاس ليك شوے دے٬ په كوم كښې چې د كډوالو په بدلېدونكو رجحاناتو او شواهدو د اډانه حل ضرورت ذكر كړے شوے دے۔ اېن سي اېچ آر يوه وفاقي قانوني اداره ده كومه چې د پېرس د اصولو له مخې د 2012 د اېن سی ایچ آر اېکټ 16 لاندې جوړه كړې شوې ده۔ دا يو آزاد نېشنل هیومن رائټس انسټی ټیوټ دے كوم چې په كال 2015 كښې جوړ كړے شو۔