اسلام آباد 04 اکتوبر (اے پي پي) پخواني وزیراعظم او د قامی اسمبلۍ سپیکر راجه پرویز اشرف د استاذانو نړيوالي ورځ په موقع استاذانو ته پيرزوئنې وړاند?? كولو سره وئيلي دي د مهذبې او تعلیم یافته ټولنې په تعمیر كښ?? د استاذانو کردار بنیادی اهمیت لري ، درس او تدریس پیغمبری شیوه ده،دې څانګې سره تعلق لرل د سعادت او اعزاز خبره ده،لوي څښتن انسانان د جهالت د تيارو څخه وېستلو او د انسانیت ښېګړې لپاره انبیاء کرام رالېږلې دي كومو چې د درس او تدریس د لارې انسانیت د جهالت څخه وېستلو نه آسمان ته رسولے۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د استاذانو نړيوالي ورځ په موقع په خپل ??و پیغام كښ?? كړې ده كومه چې هر كال په 5 اکتوبر په ټوله نړۍ كښ?? په ادب او احترام سره لمانځلے كېږي۔د قامی اسمبلۍ سپیکر ووئيل استاذان د قام م??ما??ان دي كوم چې د ځوان نسل ذهنی روزنه كښ?? په زړه پوړۍ كردار ترسره كوي۔ده ووئيل زمونږ مذهب د علم ترلاسه كولو ته اهميت وركوي او د استاذانو د ادب او احترام تلقین کوي۔ده ووئيل استاذانو له اسلام د روحانی مور او پلار درجه وركړې ده لهذا د هغوې عزت او احترام په موڼږ ټولو واجب دے۔ده د استاذانو نړيوالې ورځ په موقع استاذانو ته سلام كولو كښ?? ووئيل نن چې مونږ څه هم يو د خپلو استاذانو په سوب يو۔