اسلام آباد 22 ستمبر (اے پي پي) د خزانې او محصولات لنډ مهاله وفاقي وزيرې ډاكټر شمشاد اختر وئېلي دي چې د نړيوالو چېلنجونو په لړ كښې ح??وم?? د اقتصادي پرمختګ او نمو لپاره د اقدامات لړۍ روانه ده۔دې دا خبره د جمعې په ورځ په پاكستان كښې د برتانيې هائي كمشنر جين ميريټ او د آكسفورډ پوهنتون اقتصادي پالېسۍ پروفيسر او د برتانيې پرمختيائي ادارې ډي اېف آئي ډي پخواني مشر سټيفن ډيركون سره په ملاقات كښې په خبرو كښې كړې۔د خزانې وزيرې د برتانيې پلاوي د نړيوالو چېلنجونو په لړ كښې د اقتصادي پرمختګ او نمو لپاره د پاكستان ح??وم?? لخوا د پورته كړی شويو اقدامات?? نه خبر كړو۔دې ووئيل چې ح??وم?? پائيدار اقتصادي پرمختګ او نمو پام لرنه كوي۔پروفيسر سټيفن ډيركون د پاكستان اقتصادي پرمختګ لپاره د مرستې د رسنې عزم پخلې وكړو او د معاشي استحكام لپاره د ح??وم?? د اصلاحاتو د ايجنډې ستائنه وكړه۔د برتانيې هائي كمشنر جين ميريټ د پاكستان او برتانيې ترمينځه پخوانې اړيكې وستائېلې او د دواړو هېوادونو ترمينځه اقتصادي مرسته او سرمايه كارۍ نوې موقعو لټون كولو عزم څرګندونه وكړه۔د خزانې وزير د برتانيې او نړيوال بانك لخوا د پاكستان سره مرسته وستائېله او د دواړو هېوادونو ترمينځه په بېلو څانګو كښې اړيكو ته د ودې وركولو خواهش څرګندونه وكړه۔ډلو پاكستان ته رامخې ته شويو چېلنجونو مخ نيوي او پائيدار اقتصادي نمو ترلاسه كولو كښې په مرسته د اتفاق څرګندونه وكړه