اسلام آباد۔16ستمبر(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو نګران وفاقي وزير مرتضیٰ سولنګی وئيلي دي ډان ورځپاڼې د نګران وزيراعظم ميډيا سره خبرې سياق وسباق څخه لرې خپرې كړې ٬ ميډيا د ټك??نو كولو حق لري خو كومه خبره چې مونږ كړې نه وي هغه مونږ ته منسوب كول سم نه دي٬ دا ډول رويې ص??اف?? او د رايۍ ??زا??ۍ سره هېڅ تعلق نه لري۔ د خالي په ورځ په خپل ويډيو پېغام كښې نګران وفاقي وزير ووئيل ډان ورځپاڼې د دې تاثر وركولو هڅه كړې چې په پالیسیو كښې تسلسل او مستقل مزاجی هله ممكن ده چې كله یک جماعتی نظام وي ٬ د دې تاثر نګران وزيراعظم كاكړ ته د منسوب كولو هڅه وكړې شوه۔ د دې خبر خپرېدو څخه ورستو زياتو خبريالانو غېر ضروري تبصرې وكړې۔ د ډان ورځپاڼې دې خبر سره د ميډيا په ??ين?? برخو كښې په هېواد كښې د مارشل لاﺀ لګېدو بې بنسټه تاثر وركړے شو۔ ??ين?? خبريالان هغه نتيجو ته ورسېدل كومې چې نه د وزيراعظم پېغام سره تعلق لرلو او نه هغې پلو د هغه كومه اشاره وه۔ ميډيا د ټك??نو كولو حق لري خو كومه خبره چې مونږ كړې نه وي هغه مونږ ته منسوب كول سم نه دي٬ دا ډول رويې ص??اف?? او د رايۍ ??زا??ۍ سره هېڅ تعلق نه لري۔ په دې موقعه وفاقي وزير د فیض احمد فیض د شعر حواله وركړه چې ”وہ بات سارے فسانے میں جس کا ذکر نہ تھا….وہ بات ان کو بہت ناگوار گذری ہے)۔
هغه خبره چې يۍ ذكر په كېسۍ كښی نه و ٬ هغه خبره پرې څه ډېره بده ولګېده