اسلام آباد 15 ستمبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو لنډمهاله وفاقي وزير مرتضيٰ سولنګي سره د پا??ست??ن وړومبۍ خلاباز مېرمن نميره سليم ليدلي او وفاقي وزير ئې په پنځم اكتوبر د خپل خلائي سفر د ت??ار?? پحقله خبر كړې٬ په دې موقع نميره سليم په خلاء كښې د پاکستان بېرغ هسك كولو له د عزم څرګندونه كړې ده۔ لنډمهاله وفاقي وزير نميره سليم له د خلائي سفر په پېل كولو د پا??ست??ن حكومت، وزيراعظم او اولس لخوا مباركي وركولو سره د دې كاميابۍ لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ په دې موقع مرتضيٰ سولنګي ووئيل چې نميره سليم ټولو مېرمنو لپاره رول ماډل ده٬ د دې خلائي سفر په تحقيق كښې د پا??ست??ن د موجودګۍ علامت دے كومه چې قام لپاره يوه اهمه كاميابي ده۔ مرتضيٰ سولنګي ووئيل د نميره سليم دې هڅې سره به د پاکستان امن پسند او د ترقي پسند هېواد په توګه مثبت تشخص رامخې ته شوي۔ ده ووئيل د پا??ست??ن زلمے كول د ژوند په بېلا بېلو څانګو كښې د هېواد نامه روښانه كولې شي۔ د يادونې وړ ده چې نميره سليم وړومبۍ پا??ست??نۍ مېرمن ده څوك چې قطبين ته د رسېدو اعزاز هم لر??٬ نميره سليم په 21م اپرېل 2007 كښې په قطب شمالي او په 8مې جنورۍ كال 2008ء په قطب جنوبي كښې د پاکستان بېرغ هسك كړې او څوك چې په راتلونكې مياشت په خلائي سفر ځي۔