اسلام آباد 13 جون (اے پي پي) د پټروليم وزير مملكت مصدق ملك وئيلي دي چې روسيه څخه درآمد شوې خام تېل په ټيټه بيعه ترلاسه كېږي٬ د دې ګټه به اولس ته منتقل كوٶ، آذربائيجان به هره مياشت پا??ستان ته په ارزان اېل اېن جي كارګور وركوي، امريكې څخه به ګرين هائيدروجن او امون??ا راوړو٬ اروپائي هېوادونو ته مو بلنه وركړې ده چې پا??ستان كښې د اېل اېن جي كارخانے ولګوۍ، تركمانستان سر?? د تاپي ګاز پائپ لائن په لوظنامه لوے پېشرفت شوېدے٬ د هېواد د ګاز ګرځينده قرض ختم كړے شوې دې٬ د تېل او ګاز لټون لپاره به د 16 نه تر 24 نوې آف شور بلاكس نيلام كوٶ، اولس څخه د ګرانۍ بوجھ اخوا كولو لپاره په تنخاګانو كښې اضافې شوې، د تېر حكومت د څلور كلنې كاركردګۍ زمونږ د يو كال كاركردګۍ سر?? موازنه وكړئ، زمونږ د خارجه پا??يسي او د توان د پا??يسۍ محور د هېواد ترقي ده، د سائفر ډرامے نه پس د امريكې په وړاندې د منت زارۍ كولو سفر هم اولس ليدلېدے۔ د نهې په ورځ پرېس كنفرنس ته خپلې وېنا كښې ده ووئيل پا??ستان د روسيه نه يو لك ټن تېل اخستې دي٬ د دې نمونے د وړاندې نه ترلاسه كړې شوې وې، او لېب ټېسټ ئې هم شوېدے۔ ده ووئيل روسيه څخه د تېلو بېړۍ كراچۍ ته رارسېدلے ده او د دې نه پس به تسلسل سر?? تېلو راغواړو، هېواد ته په درآمد كېدونكې خام تېلو كښې به په دريو كښې يوه برخه د روسيه څخه درامد كولې شي، د دې ګټه به اولس ته منتقل كولې شي۔ وزير مملكت ووئيل د سائفر ډرامے نه پس د امريكې په وړاندې د منت زارۍ كولو سفر هم اولس ليدلېدے٬ په 75 كالو كښې وړومبي ځل روسيه څخه تېل پا??ستان ته رارسېدلې دي، مونږ ته معلومه ده چې اولس ګرانۍ سر?? مخ دې او د ګرانۍ كمي لپاره اقدامات كوٶ۔ ده ووئيل د نوې ريفائنري پا??يسۍ منظوري وركړې شوې ده٬ خليجي هېوادونه به لس اربه ډالره سر??ايه كاري كوي٬ د پخوانۍ ريفائنريز پا??يسي به ډېره زر منظوره شي ۔ ده ووئيل د ټائټ ګاز پا??يسي په آخري پړاٶ كښې ده٬ د تېل او ګاز لټون لپاره به د 16 نه تر 24 نوې آف شور بلاكس نيلام كوٶ٬ په تېرو څلورو كالو كښې د ګاز او تېلو لټون لپاره يو بلاك نه دې نيلام كړې شوې۔ وزير مملكت ووئيل تركمانستان سر?? د تاپي ګاز پائپ لائن په لوظنامه لوے پېشرفت شوېدے، اروپائي هېوادونو ته مو بلنه وركړې ده چې پا??ستان كښې د اېل اېن جي كارخانے ولګوۍ۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل مونږ د ګاز كمبوت سر?? مخ يو دې لپاره نوې كنكشنز نشو وركولې