اسلام آباد 06 جون (اے پي پي)وزيراعظم شهباز شريف د توان په څانګه كښې اصلاحات د بجټ برخه جوړولو پرېكړه كولو سره امر كړے دے چې په ګران درآمدي ايندھن انحصار كمولو سره دې مرحله وار د توان متبادل ذريعو د لارې د برېښنا نوې منصوبې پېل كړې شي، د برېښنا لائف لائن او د كم کھپت په مصرف كوٶنكو دې د برېښنا د بلونو لږ تر لږ بوج واچولې شي۔ ده دا امر د توان څانګې سره اړوند د بجټ تجويزونو په اړه د لوړې كچې غونډې مشرۍ كولو په مهال وكړو۔ په غونډه كښې وفاقي وزيرانو اسحاق ډار، خواجه محمد آصف، انجينئر خرم دستګير خان، مريم اورنګزيب، د وزيراعظم سلاحكار احد خان چيمه، وزير مملکت ډاکټر مصدق ملك، عائشه غوث پاشا، خاص مرستيالو طارق باجوه، جهانزېب خان، ?? اېف بي آر چيئرمېن، ?? واپډا چيئرمېن او اړوند لوړ پورو ګډون وكړو۔ د تجارت وزير سيد نويد قمر٬ د سټېټ بېنك ګورنر او نوموړو صنعتكارو په غونډه كښې د وېډيو لنك د لارې ګډون وكړو۔ په غونډه كښې د توان څانګې اصلاحات او په بجټ 24-2023 كښې په دې لړ كښې په شامل كړې شوې منصوبو تفصيلي بريفنګ وركړې شو۔ غونډه په ګرد هېواد كښې د جاري سركاري ودانيو د سولرآئيزېشن منصوبې پېشرفت نه خبر كړې شوه۔ غونډې ته ووئيلې شؤ چې د سرکاري ودانيو د سولرآئيزېشن بِډنګ څلور پراٶونه بشپړ شوې دي او د دې نه پس يو شمېر ودانۍ د ??مر توان ته منتقل كېږي۔ غونډه برآمدي صنعتونو ته د تعطل نه غېر د ګاز او برېښنا وركولو اقداماتو پحقله په تفصيلي توګه خبر كړې شوه۔ وزيراعظم دې اقداماتو ته د حمتي شكل وركولو سره په بجټ كښې د شاملولو امر وكړو۔ وزيراعظم امر وكړو چې په راتلونكي بجټ كښې دې لائن لاسز او د برېښنا غلا مخنيوي لپاره موثره اقدامات شامل كړې شي، راتلونكې بجټ كښې دې د ونډ او ??مر توان منصو??ې شامل كړې شي، پاور ټرانسميشن منصوبې دې زر بشپړول باوري كړې شي، د لائن لاسز او د برېښنا د غلا مخنيوي لپاره دې راتلونكې بجټ كښې ټرانسفارمر ميټرنګ منصو??ې شامل كړې شي، ګرد هېواد كښې جاري د سولرآئيزېشن منصوبو رفتار دې ګړندې كړې شي، برآمدي صنعتونه دې په ترجيحي بنيادونو د توان ضرورتونه ترسره كړي، په بجټ كښې دې د پن برېښنا روانو منصوبو زر بشپړولو ته ترجيح وركړې شي