اسلام آباد 30 مئي (اے پي پي) د خارجه چارو وزير مملکت حنا رباني کھر وئيلي دي چې پاکستان په امن، استحکام، پرمختګ او بشري حقونو پوخ باور لري٬ د ملګرو ملتونو په انتظام كښې پاكستان د نړۍ په كړكېچنو سيمو كښې امن لپاره اهم كردار لوبوي، د دې خيالاتو څرګندونه د خارجه چارو وزير مملكت حنا رباني کھر د ملګرو ملتونو د امن ډلو د 75مې سالګرې دستورې ته خپله وېنا كښې وكړه۔ دې ??وئيل زمونږ پيس كېپرز ګرده نړۍ كښې امن لپاره خپل ځانونه قربان كړي دي٬ 177 پاكستاني پيس كيپرز امن لپاره ځانونه قربان كړيدي۔ حنا رباني کھر ووئيل ??اکستان د ملګرو ملتونو امن سره تاريخي شراكتدار دے او د پاكستان پيس كيپز ګرده نړۍ كښې امن لپاره خپل كردار لوبوي۔٬ تېر كال اته پاكستاني پيس كيپرز د ملګرو ملتونو په امن مشن كښې شهيدان شوي۔ حنا رباني کھر ووئيل د پاكستان مېرمنې د ژوند په هره څانګه كښې اهم كردار لوبوي۔ دې ??وئيل د ملګرو ملتونو په سرپرستۍ كښې د پاكستان امن ډلو د نړۍ په ب??لو سيمو كښې خدمات ??رسره كړې دي۔ دا خبره د ذكر وړ ده چې د ملګرو ملتونو د امن پوځ 75 كلن تاريخ كښې تر اوسه په لويه شمېره د پاكستان پيس كيپرز د ملګرو ملتونو په 46 امن مشنز كښې په مړانه خدمات ??ره كړې دي۔