اسلام آباد۔12اپریل (اے پی پی):صدر ډاکټر عارف علوي د وفاقي ټی??س محتسب ح??م په ضد د ایف بي آر درخواست مسترد کولو سره ایف بي آر ته د اطلاع وركونكې د شناخت په لیک كېدو د راپور وړاندې كولو سپارښتنه كړې ۔ د ایوان صد پریس ونګ نه د شورو په ورځ جاري شوي بیان تر مخه د نجي کمپنۍ اکاؤنټنټ د کمپنۍ د مبینه ټیکس فراډ معلومات ایف بي آر ته وركړې وو، بيا د اطلاع وركونكې معلومات د کمپنۍ مالک ته لیک کړے شوي چې په سبب ئې مل??زم د دړكو سره مخ شوے۔ صدر مملکت وئېلې دي ایف بي آر دې وضاحت وکړي چې هغوي قامي خزانې ته د زيان رسونكې کمپنی څخه د سیلز ټیکس په اغستو كښې د وركړو معلوماتو نه مکمل استفاده ولې نه ده كړې ۔ دغسې ډاکټر عارف علوي د وفاقي ټی??س محتسب ح??م په ضد د ایف بي آر درخواست مسترد کړے او وئېلې دي ایف بي آر دې پخ??ل اړوند اسیسمنټ آرډر نظرثاني وکړي۔ صدر امر كړے چې ایف بي آر دې اطلاع وركونكې ته د سماعت موقع وركړې او وركړي معلومات دې مکمل استعمال کړي ۔ صدر د کمپنۍ د اړخه د مبینه مالي بے ضابطګیو په حقله د معلومات څخه د بشپړه ګټې نه پورته كولو په بابله ایف بي آر ته د خشم څرګندونه کښې وئېلې دي دا پیښه د اطلاع وركونكې د تصور او په دې اړه د قانون سازۍ هم سخته خلاف ورزي ده ۔۔ د تفصیلات تر مخه محمد الیاس ناردرن ټولنګز پرائیویټ لمټټډ كښې اکاؤنټنټ ؤ ، هغه ایف بي آر له خبر وركړے ؤ چې کمپني په مختلف مالي بے ضابطګو كښې ككړه ده۔ په لويه پېمانه د ټیکس غلا /دھوکې په اطلاع وګړے د اطلاع وركونكې په توګه رجسټر كړے شوے ؤ ۔ ایف بي آر د کمپنۍ په ضد کارروائي شروع کړې وه او 1.5 کروړه روپۍ ئې تر لاسه كړي ، تر لاسه كړې روپۍ د وركړو معلوماتو نه ډېرې كمې دي ۔دغسې د سي ټي او لاهور عملې د ټیکس غلا كونكې کمپنۍ مالک له د اطلاع وركونكې شناخت هم ظاهر كړے ٬ په كومع چې کمپنۍ اکاؤنټنټ ته د پولیس او نورو کارروائیو دړكې وركړي۔ دغسې شکایت کونكې وفاقي ټی??س محتسب ته شکایت کړے ؤ او بيا محتسب مل??زم ته د سماعت موقع وركولو امر كړے ؤ خو ایف بی آر د فیصلې په ضد صدر ته درخواست وركړے ؤ كوم چې صدر مسترد کړے ۔ صدر وئېلې دي د ټی??س محتسب حکم يوازې د ایف بي آر د فرض نتر سره كولو له ??وظ پخ??ے دے چې معلومات پع بشپړه توګه استعمال كړے شي ۔ دغسې صدر ایف بي آر ته په دې لړ كښې ټی??س محتسب ته په 60 ورځو كښې د رپورټ وړاندې كولو وئېلې دي