اسلام آباد۔9 اپرېل(اے پی پی)د قومي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف او دوهم ??پيكر زاهد اكرم دراني وئيلي دي چې د پاكستان آئين ټولو وګړو ته د بنيادي حقونو وركولو ??امن دے٬ د جمهوريت پياوړتيا له به د آئين سرلوړي باوري كول وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه دوي د 1973 آئین ګولډن جوبلي په موقعه قوم ته د مباركۍ جلا جلا پېغامونو كښې وكړه۔ د قومي اسمبلۍ سپيكر ووئيل دا ننۍ ورځ مونږ ته هغه تاريخي ورځ يادوي كله چې 5مې قومي اسمبلۍ په متفقه توګه د 1973 آئین منظور كړو۔ د آئین پاکستان دستاوېز د اولس د لارښود شهید ذوالفقار علی بھټو د فهم ??و فراست نتيجه وه چې ټول سياسي او مذهبي ګوندونه په يو پلېټ فارم جمع شول او يو تاريخي دستاوېز منظور شو۔ ده ووئيل په هېواد كښې د جمهوريت پياوړتيا له ضروري ده چې د كال 1973 په آئين د دې د روح له مخې عمل وكړے شي۔ ده د ټولو ??ياسي ګوندونو خپله منځه اختلافات هېرولو ??ره د آئين دستاوېز په 50 مه سالګره يو ځا??ې د راجمع كېدو په حاجت زور راوړو۔ دوهم ??پيكر زاهد اكرم دراني ووئيل نن هغه تاريخي ورځ ده كله چې ټولو ??ياسي ګوندونو خپل منځه اختلافات هېرولو ??ره آئيني دستاوېز منظور كړو۔ ده ووئيل د هېواد تعمير او پرمختګ له به ټولو ??ياسي ګوندونو له اختلافات هېرولو ??ره يو مېز ته راتلل وي۔ ده ووئيل په آئين عملدرآمد سره به د هېواد چارې ښه پلو ??وانې شي۔