اسلام آباد۔27مارچ(اے پی پی) پاکستان د روژې د مبارکې میاشتې په درېمه نېټه په الاقصی جومات د اسرائیلي ځواک??نو د برید ٬ د عبادت کوونکو شړلو او د مسجد الاقصی د حرمت تر پښو لاندې کولو سخته غندنه كړې ده۔ د ګل په ورځ د خارجه دفتر وياندې لخوا جاري شوي يو بيان له مخې دا د غندنې وړ دي چې د روژې په مبارکه مياشت کښې د اسرائيلي قابض ځواك??نو لخوا په الاقصی جومات دا ډ??ل بريدونه په دې وروستيو کل??نو کښې يو معمول ګرځېدلے دے۔ په بيان كښې وئيلې شوي دي چې دا ډول کړنې نه يوازې د فلسطينيانو د مذهبي ازادۍ له اساسي حق څخه جدي سرغړونه ده، بلکې د نړۍ د يو نيم ارب څخه د زياتو مسلمانانو د مذهبي جذباتو سپكاوې هم دے۔ د وياندې له مخې د فلسطيني وګړو په ضد د اسرائيلي قابض ځواك??نو لخوا د طاقت بې درېغه كارول د بشري حق??نو د اصولو او قوانينو خلاف ورزي ده۔ په بيان كښې وئيلې شوي دي چې غېر قانوني بريدونه كولو سره اسرائيل د روژې مقدسې مياشتې احترام كولو خپل اوسني لوظ څخه وروستو شوې دې۔ پاكستان په نړيواله ورورولۍ زور راوړے دے چې هغه دې د اسرائيلي جارحيت ختمولو له فوري ګامونه پورته كړي۔ بيان كښې دا هم وئيلې شوي دي چې پاکستان فلسطینی اولس او د فلسطيني كاز لپاره د خپل بشپړ ملاتړ خپلې كوي۔ مونږ د ملګرو ملت??نو او د او آئي سي د اړوندو قرارداد??نو له مخې د فلسطين مسئلې حل او په منصفانه بنياد??نو د كال 1967 څخه وړاندې پولو سره د يو خپلواكه او فلسطيني رياست چې پلازمينه يۍ القدس الشريف وي خپلې غوښتنې پخلې كوؤ۔