کراچۍ ۔8 فروری(اے پی پی) د پيپلز ګوند چيئرمېن او خارجه وزير بلاول بھټو زرداري نړيوال مالياتي فنډ (آئی اېم اېف) څخه هېواد لپاره ټارګټډ سبسډیز سره اړوند بېل آؤټ پېکج لپاره د شرطونو نرم كولو غوښتنه كړې دغسې چې سېلاب ځپليو ته ګرانۍ څخه تحفظ وركړے شي۔ بلاول بھټ?? د ??ن??ھ اعلی وزير ته هدايت وكړو چې د سېلاب ځپليو لپاره كورونه جوړ كړي او ددې مالكانه حقوق مېرمنو ته وركړي۔ د وزيراعلی هاؤس سندھ څخه د شورؤ په ورځ د جاري شوې اعلاميې له مخې د دې خيالاتو ??رګ??دونه ده د كراچۍ په يو ځايي هوټل كښې د سندھ حكومت او د ملګرو ملتونو د پرمختيائي پروګرام په مرسته راجوړ كړې شوي كنفرنس ته خطاب كښې وكړه۔ كفنرنس كښې د سن??ھ اعلی وزير سيد مراد علي شاه ٬ د ملګرو ملتونو ریذیډنټ کوآرډینېټر، د یو این ډی پی ریذیډنټ استازي ٬ د نړيوال ب??نك كنټري ډائرېكټر او نورو اړوندو چارواكو ګډون وكړو۔ د كنفرنس پېل د كلام پاك تلاوت څخه وكړے شو۔ دا كنفرنس د جېنوا كنفرنس په رڼا كښې وكړې شو۔ په كنفرنس كښې په سندھ كښې د سېلاب د لاسه د شوي زيان په اړه بريفنګ وركړے شو۔ په کانفرنس كښې چیئرمین بلاول بھٹ?? د ??ېلاب ځپليو كورونه جوړولو له د کمپیوٹرائزډ سسټم په بټن ګوته اېښودلو سره فنډز جاري كړل۔ كنفرنس كښی د 2.1 ملین كورونو جوړولو له د سندھ پیپلز هاؤسنګ فار فلډ ایفیکټیز پروګرام پېل شوے دے۔ د كنفرنس په پايه كښې د سن??ھ اعلی وزير د سندھ حكومت لخوا په مرسته كولو د نړيوال بېنك په شمول د ټولو همكارانو او نړيوالو هېوادونو مننه وكړه