اسلام آباد۔05فروری(اے پی پی) اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي نن مونږ د كشميري اولس د خپلواكۍ د نه منسوخ كېدو??كي حق ترلاسه كولو له د هغوي د جائز او منصفانه هڅو لپاره د پاكستان د ټينګ ملاتړ څرګند??نه كولو سره د كشمير يووالي ورځې لمانځؤ۔ په دې موقعه مونږ د هند د غېر قانوني تسلط په ضد د كشميري وروڼو او خوېندو د څو لسیزو پخواني مقاومت په مهال د دوئي ځانګړې قربانيو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كوؤ۔ مونږ دا ورځ د نړيوالې ورورولۍ پام د ملګرو ملتونو اړوندو قراردادونو پلو ګرځولو له لمانځؤ په كومو كښې چې وئيلې شوي وو چې د جموں وكشمير شخړې حتمي پرېكړه به د كشميري اولس د هيلو او د ملګرو ملتونو تراهتمام لاندې د بې پرې استصواب رايې د لارې كولې شي۔ د كشمير يووالي ورځې حوالې سره د ايوان صدر ميډيا ونګ لخوا په جاري شوي بيان كښې اولس مشر ډاكټر عارف علوي وو??يل له تېرو 75 كالو راهېسې هندي قابض ځواكونو په غېر قانوني توګه جموں وكشمير كښې د ترهګرۍ راج مسلط كړې دې او د خلقو يرولو له يۍ يو نه ختمېدونكې مهم پېل كړے دے۔ ده وو??يل د 9 لكه نه د زياتو هندي وسله وال اهلكارو شتون منطقه په يو ښكاره زندان كښې بدله كړې ده۔ په جموں و کشمیر كښې د 5 اګست كال 2019 غېر قانوني اقدمات د نړيوال قانون٬ د ملګرو ملتونو چارټر ٬ څلو??م جنېوا كنونشن او د ملګري ملتونو د سلامتي كونسل اړوندو قراردادونو ښكاره خلاف ورزي وه۔اولس مشر ډاكټر عارف علوي وو??يل هند په ميډيا بندېز لګولې دې او كشميري قيادت او د بشري حقونو محافظين يۍ بنديوان كړې دي۔ ده وو??يل په ننۍ ورځ پاكستان هند څخه غوښتنه كوي چې هغه دې د ملګرو ملتونو او او آئی سی مبصرینو ٬ نړيوالې ميډيا او د بشري حقونو تنظيمونو ته آزادۍ سره جموں وكشمير ته د تللو اجازه وركړي دغسې چې هغوي دغلته د روانې وضعې په اړه صحيح معلومات ترلاسه كولو سره هغه رپورټ كړې شي۔ اولس مشر وو??يل پاكستان په نړيوالې ورورولۍ او تنظيمونو هم زور راوړي چې هغوي دې په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو او په لويه كچه د خلاف ورزيو په كولو هند ځواب وركوؤنكے ګرځولو له عملي ګام??نه پورته كړي۔ ده وو??يل پاكستان پرله پسې په دې خبره زور راوړي چې د جموں وكشمير شخړې تلپاتې حل د ملګرو ملتونو د اړوندو قراردادونو او د كشميري اولس د هيلو له مخې ممكن دے۔ پاكستان به دې جائز مقصد لپاره خپل بې پرې اخلاقي ٬ سفارتي او سياسي ملاتړ دوامدار ساتي۔