اسلام آباد 26 جنوري (اے پي پي) د تجارت وزرير سید نوی?? قمر سره پاکستان كښې د سعودي عرب سفیر نواف سعید المالکی ملاقات کړے ۔د زيارت په ورځ د ملاقات په مهال ډلو د شريكي خ??ښي په چارو د خيالاتو څرګندونه كړې او د د دواړه هېوادونو ترمينځه تجارتي حجم زياتولو ته صلاح راغلې۔ سید نوی?? قمر د دواړو هېوادونو ترمينځه تجارت او د سرمایه کارۍ په څانګه كښې د مرستي زياتولو او د نزدې اقتصادي اړېكو په حاجت زور راوړے۔ده ووئيل په اسلام آباد كښې د سعودی عرب سفارت د دواړو هېوادونو ترمينځه اقتصادی اړېكو ته ودي وركولو له هڅي كوي او په دې لړ كښې د سعودی سفیر د هڅو مننه كوو۔د سعودی عرب سفیر د پاکستان او سعودی عرب ترمينځه د اقتصادي مرس??ې په موجوده سطح د اطمینان څرګندونه وكړه او ټولو څانګو كښې ئې اقتصادی مرستي ته لا پراختيا وركولو له خوښي څرګنده كړه