اسلام آباد۔24جنوری(اے پی پی) نړيوال بانك وئيلي دي په پاكستان كښ?? د ??ياتو بارانونو او سېلاب په نتيجه كښې د ګرد هېواد 60 لكه وګړي د خوراك تحفظ نه لرلو سره مخ شوي۔ دا خبره د نړيوال بانك په تازه رپورټ كښې شوې ?? په رپورټ كښې وئيلې شوي د سېلاب د لاسه د سوؤنو په شمېر كسانو د خپل ژوند ??خه لاسونه وينځلي ٬ د لكھونو په شمېر ډنګر مړه شوي او په 9.4 ملین اېکړه زمكه ولاړ فصلونه له مينځه تللي۔ تر ټولو زيات زيان په بلوچستان او سندھ كښې شوے ?? په رپورټ كښې وئيلې شوي هېواد كښ?? د ??وراكي څيزونو بيعې لوړې شوي?? په اكتوبر 2021 كښې د ګرانۍ شرح 8.3 فیصد وه كومه چې په مارچ 2022 كښې15.3 او د سېلاب ??خه وروستو په ستمبر كښې 31.7 فیصد ته ورسېده?? په رپورټ كښې وئيلې شوي په مجموعي توګه په سوئيلي آسيا كښې د ماحولیاتی او موسمیاتی عواملو ٬ د زر مبادله په پنګو كښې د كمي او د ځايي كرنسيو قدر پرېوتو له امله ګراني مخ په زياتېدو ده چې ورسره د خوراكي توكو بيعې ه?? زياتې شوي?? په بنګله دېش كښ?? د ??سمبر په مهال د ګرانۍ شرح كښې په كلنه توګه 7.9 فیصد، نیپال كښې 7.4 فیصد او پاكستان كښې 35.5 فیصد اضافه شوې ?? په سري لنكا كښې دا شرح تر 64.4 فیصده ريكارډ كړې شوې ?? په رپورټ كښې وئيلې شوي د تېر كال پشكال موسم په مهال د سوئيلي آسيا په ځينو سيمو كښې له معمول ??خه زيات او ځينو نورو سيمو كښې كم بارانونه وشول چې له امله يۍ د خوراك په پېداوار كښې تعطل رامخې ته شو او د دې اثرات اوس رامخې ته كېږي