اسلام آباد۔12جنوری(اے پی پی) پاکستان د سېلاب ځپلو ??حالۍ لپاره د يو ارب ډالرو مرستې په اعلان د سعودي عربستان د وزيراعظم او ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان مننه كوي٬ پاكستان د سعودي عربستان دې مرستې ته د قدر په سترګه ګوري۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې ددې خيالاتو څرګندونه وزيراعظم د سعودي فنډ څلور كسيزه پلاوي سره د زيارت په ورځ په اسلام آباد كښې ?? ملاقات په مهال خپلو خب??و كښې وكړه۔ د پلاوي مشري د سعودي فنډ چيف اېګزېكټو آفيسر سلطان المرشد كوله۔ وزيراعظم د پاكستان د سېلاب ځپليو بحالۍ لپاره د يو ارب ډالر مرستې په اعلان كولو ?? سعودي اولس او حكومت د زړه له كومي مننه وكړه۔ ده په دې سخت وخت كښې ?? پاكستان په ملګرتيا كولو ?? سعودي وزير او ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان هم په خاص توګه مننه وكړه۔ د ملاقات په مهال په پلاكستان كښې ?? سعودي عربستان د روانو پرمختيائي منصوبو جاج هم واخستے ??و۔ په د دې موقعه د خزانې وفاقي وزير محمد اسحاق ډار ٬ د قانون وفاقي وزير اعظم نذير تارړ ٬ د وزيراعظم سلاكار احد چيمه او نور اړوند اعلی چارواكي هم موجود وو۔