اسلام آباد 13 جنوري (اے پي پي) د هېواد په بره سيمو كښې نرے باران او د واورې ورېدو امكان دے٬ په مېداني سيمو كښې به لړه وي۔ د موسميات محكمې له مخې (نن) د خالي په ور?? د هېواد په زياتره سيمو كښې د يخ او وچ موسم امكان دے خو په كش??ير، ګلګت بلتستان، بره خېبر پښتونخوا، شمالي بلوچستان او پوټھوهار كښې به سخته يخني وي٬ د پنجاب او خېبر پښتونخوا په مېداني سيمو كښې او بره سندھ كښې به سخته لړه وي ٬ د دې ن?? علاوه په پوټهوهار او كش??ير سيمو كښې د چنۍ پرېوتو امكان دے٬ د تېرو 24 ساعتو په مهال کشمير، خېبر پښتونخوا، اسلام آباد، بره /مېنځني پنجاب اوګلګت بلتستان كښې باران شو?? او په دې موقع مالم جبه، کالام، ګوپس، مري، چترال، استور، بګروټ او دير كښې واوره ورېدلې ده۔ د تېرو 24 ساعتو په مهال د ټولو نه زياته د حرارت درجه په زيارت كښ م??في 15 ٬ قلات كښې م??في 11٬ لهه كښې م??في 10 ٬ كوئټه٬ دالبندين كښې م??في 8 ٬ نوكنډي م??في 07 ٬ ګوپس٬ مالم جبه٬ پارا چنار م??في 6 ٬ كالام او ژوب كښې م??في 5 ٬ استور او پنجګور كښې 4 ډګري سنټي ګرېډ رېكارډ كړې شو?? ده