اسلام آباد 19دسمبر (اے پي پي) صدر مملکت ډاکټرعارف علوي د اټاليا او پاکستان ترمينځه شريكو اړيكو لا مستحکمولو زور راوړل?? سره وئيلي چې د دفاع، زراعت ، انفارمېشن ټيکنالوجي پش??ول صنعتي څانګه كښې اړيكو لا ښه كولو ته اړتيا ده ، د پاکستان آئي ټي پوهان خپل خذمات او مصنوعات اټاليا او اروپا له وركولې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د اټاليا لپاره د پاکستان نا??زد سفير علي جاويد سره ملاقات په مهال په خپلو خبرو كښې كړي۔ صدرمملکت ووئيل پاکستان او اټاليا خپلو كښې دوه اړخيزه اړيكي لا مستحکمولو له نوي لاري لټولې شي،د دفاع، زراعت ، انفارمېشن ټيکنالوجي پش??ول صنعتي څانګه كښې اړيكو لا ښه كولو ته اړتيا ده۔ ډاکټرعارف علوي ووئيل د پاکستان د آئي ټي پوهان خپل او خذمات او مصنوعات اټاليا او اروپا له وركولې شي، اټاليا كښې د پاکستان سفير او ټوله عمله دې د پاكستانيانو مسئلو حل كول ته خاص پام لرنه وكړي، نا??زد سفير دې په اټاليا كښې مېشته پاکستانيانو له ټول ضروري معاونت او د مشاورت خذمات وركړي۔ده ووئيل نا??زد سفير دې پاکستان كښې د چيمبرز آف کامرس او پاکستان لوئ صنعتي او مينوفيکچرنګ ادار?? سره خپلي نزدې رابطي ولري،صنعتي يونټس پاکستان ته منتقل کولو لپاره دې د اټاليا سرمايه کارو ډاګيرنه وكړې شي۔ صدر مملکت ووئيل پاکستان او اټاليا په ګڼو سيمه ايزو او نړيوالو چارو او په خ اص توګه د مل??رو ملتونو سلامتي کونسل كښې په اصلاحات يو ډول خيالات لري،ګڼ شمير پاکستانيان په اټاليا كښې مېشته دي،د هغوي ښېګړې ته بايد زياته پام لرنه وكړې شي۔ده ووئيل اټاليا په اروپائي ائتلاف كښې د پاکستان تر ټولو لوئ شراکت دار دې۔ ده ووئيل دواړه هېوادونو ترمينځه 1.3اربه ډالره تجارتي حجم د خپل حقيقي صلاحيتونو له مخې نه دې،دا تجارتي حجم زياتولو لپاره كوټلي هڅو ته اړتيا ده۔ده ووئيل نا??زد سفير دي روايتي معاشي سفارتکارۍ د لارې د مرستي نوي موقعو او په خاص توګه سټارټس اپ لپاره موقعې ولټوي۔