اسلام آباد 10 نومبر (اے پي پي)خارجه وزير بلاول بهټو زرداري د سعودي عرب پايه تخت رياض كښې د خيلج مرستې كونسل(جي سي سي(سېكرټري جنرل ډاكټر نائيف فلاح اېم الحجراف سره ملاقات كړے ۔د زيارت په ورځ د خارجه دفتر وياند لخوا جاري شوي بي??ن له مخې خارجه وزير د خليجي هېوادونو سره د پاكستان اړيكو اهميت رامخې ته كولو سره ووئيل پاكستان جي سي سي په منطقه كښې د يو مهم تنظيم په ت??ګه ليدل غواړي٬كوم چې د پاكستان او خليجي رياستونو ترمينځه سياسي او اقتصادي اړيكې لا پراخه كولو كښې مهم كردار ادا كوي۔خارجه وزير او د خليج مرستې كونسل سېكرټري جنرل د جي سي سي او د دې غړو هېوادونو سره د پاكستان روانو اړيكو او د مرستې د صورتحال جائزه واخسته۔خارجه وزير د اړيك?? په رفتار د اطمينان څرګندونه كولو سره د دې رفتار لا تندول?? په ضرورت زور راوړو۔خارجه وزير ووئيل پاكستان جي سي سي او د دې غړو هېوادونو سره اداره جاتي روابط لا قوي كول غواړي۔ده ووئيل پاكستان د سټريټجك ډائيلاګ راتلونكې دور كوربتوب لپاره چمتو دے كوم چې به ډېر زر په شريكه ت??ګه په مناسبه نېټه اسلام آباد كښې كېږي ۔خارجه وزير او د خليج مرستې كونسل سېكرټري جنرل د سيمه او نړيوالو مسئلو پشمول د هند په غېر قانوني ت??ګه قابض كړي جمو كشمير٬د افغانستان او د يمن په صورتحال د خيالاتو څرګندونه هم وكړه۔خارجه وزير سېكرټري جنرل د دې مسئل?? په اړه د پاكستان د دريځ نه خبر كړو او وې وئېل پاكستان او جي سي سي هېوادونه شريكې ګټې له په ټولو مسئلو يو ډول دريځ لري