اسلام آباد 07 نومبر (اے پي پي) د مواصلات وفاقي وزير مو??انا اسعد محمود وئيلي دي رياست كښې د احتجاج حق هر څوك لري٬ خو د اړي ګړي راجوړولو حق څوك نه لري ٬ په هېواد كښې آئين موجود دے٬ رياست به د آئين او قانون له مخې كار كوي٬ هېواد سره داسې لوبې نه دي پكار او هېواد دې عدم استحكام سره مخ نه كړے شي٬ مو??ږ هم مړي پورته كړي خو كله مو رياست د دغې ذمه وار نه دے ګرځولے، عمران خان د هېواد د سيات غېر ضروري عنصر دے، د پاکستان د سياست تعين به هم اولس كوي۔ د ګل په ورځ قامي اسمبلۍ كښې مو??انا اسعد محمود ووئيل د هېواد موجوده صورتحال٬ رياست او د حكومت ذمه وارۍ، د قام اضطراب او په هېواد كښې معاشي عدم استحکام په كال 2018 كښې پېدا كړے شوے٬ په ماضي كښې چې په دې ايوان كښې څه شوي ھغه د ټولو په وړاندې دي۔ ده ووئيل مو??ږ ټول كوم چې د دې ايوان برخه يوو نو مو??ږ د آئين د سرلوړۍ٬ د قانون د حکمرانۍ او د ايوان د تقدس خبره كوٶ، ده ووئېل په تېرو څلورو كالونو كښې حكومت په هېواد كښې سياسي او معاشي عدم استحكام راپېدا كړے۔ ده ووئيل د پي ټي آئې په دور كښې د نواز شريف او شهباز شريف په ضد پرېكړه كوٶنكو قاضيانو دا بيان حلفي جمع كړې چې دوي پرېكړې په فشار كښې كړي او د دې پرېكړو په سبب تر اوسه يوه كورنۍ جلا وطنۍ سره مخ ده ٬ ده ووئېل د مسلم ليګ (ن) ، پيپلز پارټي ، جے يو آئي (ف) او په حکومت كښې شامل ټول ګوندونه د ??ال?? له مخئ نه دي راغونډ شوي٬ زمونر مطمع نظر صرف او صرف پاكستان د ستونزو نه بهر كول او د اولس دړد ختمول دي۔ ده ووئيل په كابينه كښې مو??ږ په ډاګه خبرې كوٶ٬ مو??ږ باور وركوٶ چې د برېښنا او پټرول بيعې به ټيټې شي او هېواد كښې نه غربت ختم شي او خوشحالي به راشي