اسلام آباد 04 نومبر (اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپیکر راجه پروېز اشرف سره د اروپائي ائتلاف پارلماني پلاوي د جمعې په ورځ ليدلي۔ د مل??قات په مهال د پاكستان او اروپائي ائتلاف اړيكو او د شريكې خوښې په نورو چارو د خيالاتو څرګندونه شوې۔ په دې موقع ده ووئيل پاكستان اروپائي ائتلاف سره خپلو اړيكو ته ډېر اهميت وركوي٬ د دواړو پارلمانو ترمېنځه په رابطو كښې اضافه د شريكو اړيكو لا مستحكم كولو لپاره ضروري ده۔ ده ووئيل ماحولياتي بدلون لوے چېلنج دے٬ د دې مخنيوي لپاره مشتركه هلو ځلو ته اړتيا ده ۔ ده پلاوي ته ووئيل د پاكستان پارلمان د بنيادي بشري حقونو وركړه ??او??ي كولو لپاره قانون سازي كړې ده٬ اوسن?? سېلاب څخه په پاكستان كښې په لو??ه كچه تباهۍ سره مالي او ځاني زيان شوې او په ځپليو سيمو كښې خلك مسئلو سره مخ دي ٬ د اروپائي ائتلاف لخوا د سېلاب ځپليو بحالۍ لپاره مرسته د ستائنې وړ ده ۔ په دې موقع د پلاوي غړي ووئيل چې د ګوادر نه تر كشمير تفصيلي دوره مو كړې ده ٬ پاكستان يو ښائسته او سوله ايز هېواد دې اولس ئې ډېر مينه ناك دې، د دورې كولو سره د پاکستان په اړه تاثر بدل شوے دے٬ د دې دورې نه پس بېرته ستنېدو سره به اروپا كښ?? د ??اكستان په زړه پورې تشخص رامخې ته كولو لپاره بشپړه هڅې كوٶ