اسلام آباد۔24 اکتوبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف وئيلې دي اېشين ډېلپمنټ بېنك پرمختګ لپاره زمونږ همكار دے۔ بریس پ??وګ??ام سماجی تحفظ لپاره د حكومتي ګامونو مرستې او سېلاب ځپليو سيمو كښې د ريليف او بحالۍ چارو كښې مهم كردار ترسره كړے۔ ده د ګل په ورځ د برېس پ??وګ??ام لاندې د پور وركولو لوظنامې لاس ليك دستورې ته خطاب كولو۔ په دستوره كښې د خزانې وفاقي وزير سېنېټر اسحاق ډار ٬ د اقتصادي چارو وفاقي وزير اياز صادق ٬ د اے ډي بي دوهم صدر او نورو ګډون كولو۔ وزيراعظم ووئيل په دې سخت وخت کښې د آسيائي پرمختيائي بانک لخوا د ملاتړ مننه کوؤ، دې بانك د ډيرو مهمو پ??وګ??امونو په سپېځلي ډول سرته رسولو لپاره بشپره مرسته کړې او د پرمختګ لپاره زمونږ همكار پاتې شوے ٬ ده ووئېل برېس پ??وګ??ام به سماجي تحفظ لپاره د حكومتي ګامونو د مرستې په لړ كښې هم مهم كردار ترسره كړي۔ وزيراعظم ووئيل په دې سخت وخت كښې د پاكستان مرسته كولو لپاره دا مهم پ??وګ??ام به زمونږ د معيشت د استحکام او راتلونكو ضرورتونو په لړ كښې فعاله ثابت شي۔ د خزانې وفاقي وزير سېنېټر اسحاق ډار د پ??وګ??ام په پېل كولو د اے ډي بي مننه وكړه۔ ده ووئيل د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې موجوده حكومت د تېر حكومت لخوا په ورثه كښې د پاتې شوو اقتصادي ستونزو او چيلنجونو سره م??ابلې لپاره هلې ځلې كوي۔ هېواد د سېلاب په صورت يو قدرتي آفت سره مخ دے۔ د سېلاب د لاسه د شوي زيان تخمينه 32.4 اربه ډالره څخه زياته لګولې شوې او حکومت په يواځې دې سختو حالاتو سره م??ابله نه شي کولى۔ ده ووئيل ځپلے شوو ته تر دې دمه 70 اربه روپۍ وركړې شوي۔ د اقتصادي چارو وفاقي وزير اياز صادق هم د دې پ??وګ??ام لپاره د اے ډي بي مننه وكړه او وې وئيل وفا??ي حكومت د صوبائي حكومتونو سره په ګډه د سېلاب ځپلو د مرستې لپاره لوي ګامونه پورته كوي۔ په دې موقع د بنك چارو مرستيال ووئيل برېس پ??وګ??ام د يو 1.5 اربه ډالرو پ??وګ??ام دے او د سېلاب ځپلو سيمو په بيا رغونه او مرسته كښې به م??م رول ولوبوي۔