اسلام آباد 14 اکتوبر (اے پي پي) صدر مملکت ډاکټر عارف علوي كال 2020-2015 لپاره د صدارتي اقبال ايوارډز منظوري و??كړې٬ محمد اکرام چغتائي ته په اردو ژبه كښې ”اقبال او جرمني” په عنوان په شائع شوي كتاب د اقبال اېوارډ وركولو منظوري و??كړې ده۔ د جمعې په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري بيان له مخئ صدر مملکت ډاکټر عبدالخالق ته په انګرېزۍ ژبه كښې په اقبالياتو كتاب ”علامه اقبال، خودي او نور تصورات” اقبال ايوارډ د وركولو منظوري هم وركړې ده٬ د دې نه علاوه صدر مملکت غوث بخش صابر ته په بلوچۍ ژبه كښې په اقباليات كتاب ليكلو د صدارتي اېوارډ وركولو هم منظوري و??كړې ده۔ صدر مملکت د ايوارډز منظوري د آئين د آر??يک?? 48 ون او د اقبال اکيډمي آرډيننس 1962 له مخې وركړې ده ٬ د يادونې وړ ده چې صدر مملکت د اقبال اکيډمي پاکستان پيټرن ان چيف (سرپرست اعليٰ) دې