اسلام آباد 05 اکتوبر (اے پي پي) د تعليم او وظيفائي چارو وفاقي وزير رانا تنوير حسېن وئيلي دي د تعليم نه غېر يوه ټولنه پرمختګ نشي كو??ې٬ د معياري تعليم ودې لپاره تربيه لرونكو استاذانو ته اړتيا ده۔ دا خبرې ده د شورو په ورځ د استاذانو نړيوالې ورځ په موقع اكېډمك اېكسي لنس اېوارډ دستوره كښې د ګډون په مهال كړې۔ وفاقي وزي?? ووئيل د استاذانو په نړيوواله ورځ ټولو له مباركي وركوم٬ بايد دا ډول دستورې هر كال وكړې شي۔ ده استاذانو ته پېرزوئنې وړاندې كو??و سره ووئيل استاذان د خپلې وظيفې نه ښه خبر دي۔ ده ووئيل د استاذانو نه غېر يوه څانګه پرمختګ نشي كو??ې او پوهه د استاذانو د تربيې نه غېر نامكمله ده۔ ده ووئيل كو??و استاذانو چې په محنت او ايماندارۍ سره كار كړے نن هم د دوي نوم شته۔ ده ووئيل مونږ له به د روايتي تعليم نه پرته وړاندې سوچ كو?? وي او دې لپاره د استاذانو نامتو نړيوالو تعليمي ادارو څخه تربيه پكار ده۔ په دستوره كښې د تعليم پارلماني سېكرترې زېب جعفر٬ د بېلا بېلو كالجونو٬ پرنسپلز٬ ??ستاذانو٬ د تعليم وزارت ډائرېكټر جنرل او نور عهدېدار هم موجود وو۔ په دې موقع د ښې كاركردګۍ څرګندونه كو??نكو استاذانو ته سندونه او اېوارډ هم وركړے شول