اسلام آباد۔1اکتوبر (اے پی پی) په بیجینګ کې د پاکستان د سفارت تر سرپرستۍ لاندې په پاکستان کښې د سیلابونو د وضعیت په اړه له نړیوالو پوهانو سره مشورتي غونډه وشوه۔ د غونډې اهتمام په بيجنګ كښې پاكستاني سفارت سېنټر فا?? چائنا اېنډ ګلوبلائېزېشن (سي سي جي) سره په ګډه وكړو چې مقصد يۍ په پاکستان کښې د وروستيو سيلابونو د حالاتو په اړه نړيواله ټولنه خبرول وو?? په دې دستوره کښې نړيوالو ادارو ٬ چينائي تھنك ټېنكس ٬ اېن جي اوز او ٬ ګلوبل ينګ ليډرز ډائيلاګ او د پاكستانۍ ورورولۍ په شمول د ژوند بېلو څانګو سره تعلق لرونكو كسانو ګډون وكړو?? په دې موقعه خپل خطاب كښې پاكستاني سفير معين الحق دستوره كښې ګډن كوؤنكي پاكستان كښې د راغلي سېلاب د لاسه د رامنځته شوي صورتحال څخه خبر كړل۔ د نړيوالې ورورولۍ او په خاص توګه د چين او ملګرو ملتونو مننه كولو سره ده د موسمياتي بدلونو اثراتو څخه تحفظ لپاره د ګ??مونو پورته كولو په حاجت زور راوړو۔ ده ووئيل د کاربن کم اخراج باوجود د بده مرغه پاكستان د موسمياتي بدلونو دلاسه د زيات ځپلې كېدونكو هېوادونو په فهرست كښې شامل دے۔ ده هيله ولرله چې نړيواله ورورولي به د سېلاب ځپليو بحالۍ او د بيا رغونې په پړاؤ كښې پاكستان سره مرسته وكړي۔ د مباحثې په مهلا د موسمياتي بدلون مخنيوي لپاره د بېلو هېبوادونو د تېر وخت په تجربو هم خبرې وشوې۔ دا خبره دې ښكاره وي چې سي سي جي يو نوموړې چيني ګلوبل تھنك ټ??نك دے كوم چې په نړيواله كچه په چینی ټېلنټ او د ادارو په تبادلو كښې خصوصي مهارت لري۔