اسلام آباد 30 ستمبر (اے پی پی) د پاكستان د هوائي پوځ لخوا د خېبرپښتونخوا، سندھ، بلوچستان او سوئيلي پنجاب سېلاب ځپلو سيمو كښې د طبي مرستې، رېسكيو او بيا بحالۍ چارې په بشپړه توګه روانې دي۔ د پاکستان د هوائې ځواک لخوا د جاري كړې اعلاميې له مخې د پاك هوائي ځواك طبي کېمپونه او ګرځنده طبي ډلې سیلاب ځپلو ته ضروري طبي مرستې ورکوي۔ د پاك هوائي ځواك ميډيكل كلېكشن پوائنټس هم په سېلاب ځپليو باندې د اوبو د لاسه د پېدا كېدونكو رنځونو په تشخيص كښې بوخت دي۔ د پاك هوائي ځواك اهلك??رو په سېلاب ځپلو سيمو كښې ځائي وګړي رېسكيو كړي او دوي ئې محفوظو ځايونو ته منتقل كړي ۔ د پاك هوائي ځواك اهلك??رو ځپليو كسانو ته ??اش?? ?? خوراك ٬ د څښلو پاكې اوبه او د كور نور سامان وركړے۔ دغسې د تېرو 24 ساعتو په مهال د خوراك 18020 پاكټونه ٬ 340 د اوبو بوتلې او د خشك ??اش?? 560 پاكټونه ځپليو كورنيو ته وركړے شوي ۔ په دې مهال د هوائي ځواك طبي ډل?? د 878 رنځورانو طبي معائنه هم كړې ده