اسلام آباد 07 ستمبر (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف د آ??رب??ئيجان صدر اله??م حېدر عليوف سره په ټېليفون خبرې كړي او د آ??رب??ئيجان لخوا د پاكستان سېلاب ځپليو لپاره په مرسته كولو ئې مننه كړې ۔د شورو په ورځ د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې د آ??رب??ئيجان لخوا د 2 ملين ډالره مرستې ذكر كولو سره وزيراعظم ووئيل پاكستان د پشكال په مهال د معمول څخه زيات بارانونو له امله سخت سېلاب سره مخ شوے چې په نتيجه كښې يې په لويه پېمانه ځاني زيان سره سره د خلقو د معاش ذريعو او انفراسټركچر ته ډېر زيات زيان رسېدلے دے ۔د دې په نتيجه كښې ځپليو خلقو ته د مرستې وركولو او هغوي محفوظ ځايونو ته منتقل كو??و كاروائۍ ډېره محدوده پاتې شوې۔وزيراعظم د توان پشمول په بېلو څانګو كښې د آ??رب??ئيجان سره د پاكستان مرسته لا زياتولو او پراخه كولو له د خپل پوخ عزم پخلے وكړو۔پاكستان او آ??رب??ئيجان د ملګرو ملتونو٬او آئي سي او د اي سي او غوندې په نړيوالو فورمز د يو بل ملاتړ كوي۔آ??رب??ئيجان د جموكشمير د او آئي سي ډلې يو مهم غړے دے۔د دواړو هېوادونو اولس ديني او كلتوري تړون او تاريخي خپلوليو باندې تړلې شوي