اسلام آباد 13 اګست (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب د پاكستان په 75مه سالګره په هېواد كښ?? د ??حبت او برداشت كلتور ته د ودې وركولو د عزم څرګندونه كولو سره وئيلي دي چ?? د ??اكستان بېرغ زمونږ د اتحاد علامت دے، مونږ ټول يو موټې يو، د كركې، تقسيم او فساد خپرولو هره يوه هڅه به ناكامه كړو، ډي چوك تل احتجاج لپاره كارول شوے، نن دلته ځوانان، ماشومان او پوليس اهلكار د آزادې ورځ لمانځي، كله چې هم په دې هېواد كښې جمهوري دور راغلے ، اولس ته ئې ګټه رسېدلې، ذوالفقار علي بهټو دې هېواد ته آئين وركړے، نواز شريف هېواد اټومي طاقت جوړ كړے، ټولې صوبې ئې يوې بلې سره تړلې دي، هېواد ته ئې وړومبې موټروے وركړې، د هېواد په خاطر ځان قربانوونكو د وسله والو ځواكونو، پوليسو او امنيتي ادارو اهلكارو ته پېرزوينې وړاندې كوو. د خالي په ورځ د اطلاعاتو و??ارت، سي ډي اے او د فېډرل ډائرېكټورېټ آف اېجوكېشن تر سيوري لاندې د بېلا بېلو سكولونو د زده كوونكو لخوا د قومي بېرغ پېنټنګ او د ډائمنډ جوبلي فېسټول دستورې ته په خپله وېنا كښې د اطلاعاتو وفاقي وزيرې ووئيل چ?? د ??اكستان ځوانان نن هېواد سره د يووالي څرګندونه كوي، مارچ پاسټ لپاره د پوليسو ډلو په رالېږلو د كورنيو ??ارو و??ير رانا ثناالله، د كورنيو ??ارو و??ارت، د پوليسو آئي جي او د څلورو و??ړو صوبو مننه كوو. هغې ووئيل چ?? د ??ېواد په تاريخ كښې دا وړومبې موقع ده چې د څلورو و??ړو صوبو د پوليسو ډلې په شاهراه دستور د پاكستان ډائمنډ جوبلي لمانځلو لپاره يو ??ائ شوې. هغې ووئيل چ?? د ??ن د سكولونو زده كوونكو قومي بېرغ ت??ار??لو سره د يووالي څرګندونه كړې، نن زمونږ ځوانان او ماشومانو په پاكستان ځان قربانولو ته تيار دي. هم دا د كال 1947م جذبه وه. هغې ووئيل چې په هېواد كښې 65 فيصده آبادي د ځوانانو ده ، ځوانان به دې هېواد لپاره د كومې قربانې څخه ډډه ونه كړي. وفاقي وزيرې په دې موقع د سكول زده كوونكو سره په ګډه د پاكستان زنده باد نعرې ووهلې. وفاقي وزيرې ووئيل چې نن د شپې په 12 بجې به آتش بازي كېږي ??وم?? به چې پي ټي نيغ په نېغه خپروي. هغې ووئيل چ?? د ??ېزر شو او نېشنل فائر ورك انتظام شوے. د دې څخه وړاندې وفاقي وزيرې په دستوره كښې د خاص مېلمنې په توګه ګډون وكړو. په دستوره كښ?? د ??سلم ليګ ن لارښوده طاهره افضل تارړ، د اطلاعاتو سېكرټري شاهيره شاهد، پرنسپل انفارمېشن آفيسر مبشر حسن، د اسلام آباد پوليسو اعلٰی چاراكي او د سندرغاړو پشمول په لويه شمېره اولس موجود و.