اسلام آباد 11 اګست (اے پي پي)صدر مملكت ډاكټر عارف علوي د پاكست??ن په پرمختګ كښې د اقليتونو د قدر وړ خذمات ستائېلو سره وئېلي دي چې حكومت به د اقليتونو د حقونو تحفظ او خېرښېګړې لپ??ره ټولې هڅې كوي۔ د اګست په 11مه نېټه كال 2022 د اقليتونو ورځې په موقع په خپل پېغام كښې صدر مملكت ووئيل چې داګست 11مه نېټه په پاكستان كښې د اقليتونو ورځې په توګه لمانځلې كېږي دغسې چې د پاكست??ن په پرمختګ كښې زمونږ د اقليتونو د قدر وړ ګډون اعتراف وكړی شي او د قام په توګه د هغوي د حقوق تحفظ لپ??ره زمونږ د عزم پخلې وكړې شي۔ ده ووئيل چې دا ورځ مونږ ته د بابائے قوم قائداعظم ??حمد علي جناح د كال 1948 د هغه لوظ ياد تازه كوي چې د دې عظيم قوم هر تن به د هغه د مذهبي عقيدې نه قطع نظر مساوي حقوق او آزادي لري۔ په دې ليدلو خوشحاله شوې يم چې په پاكستان ګښې اقليتونه د ژوند په ټولو څانګو كښې فعاله كردار ترسره كوي او په پاكستان كښې د دوي په خپل مذهب د عمل كولو حق ته تحفظ وركړی شوې۔د دوي حقوق زمونږ په آئين كښې درج درج دي٬اسلام هم د اقليتونو د حقونو په تحفظ زور راوړي۔صدر مملكت ووئيل چې د پاكستان حكومت په هېواد كښې د اقليتونو آسانې لپ??ره پرله پسې هڅې كوي۔په وفاقي او صوبائي اسمبلو كښې د دوي نمائندګي ده۔د دې نه علاوه دوي له په ټولو سركاري خذماتو كښې د ملازمت كوټه هم خاص كړی شوې۔صدر مملكت ووئيل چې قوي او خوشحاله پاكستان لپ??ره په خپل مينځ كښې محبت٬ورورولۍ او د ا??حاد جذبې ته وده وركول زمونږ د ټولو شريكه ذمه واري ده