اسلام آباد 27 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي د 1973ء آئين د ه??وا?? د وحدت علامت دے، د آئين ترمخه مقننه او د عدليه پشمول د ټولو ادارو اختيارات او د هغوې كردار متعين دے، پاكستان به تر ټولو عظيم ه??وا?? جوړولې شي او د فسطائيت به په مړانه مقابله كولې شي،دا سر جلا كيدے شي خو د چا په وړاندې ټيټيدلے نشي۔تر څو چې د ګوند او اولس باور ترلاسه دے ه??وا?? د مسئلو څڅه وېستلو له به هر ممكن هڅې كوم۔ په سختو حالاتو كښې د اتحاديانو په وينا د سياست بچ كولو په ځاے مې د رياست بچ كولو لپاره د وزارت عظميٰ منصب قبول كړے، تر 8 كاله شپه ور?? زما په ضد د غلا او كرپشن درك لګولے شوے خو د يوې پېسې كرپشن نه دې ثابت شوے، كه مونږ رښتيا ته رښتيا او دروغو ته دروغ ونه ووئيل نو د ه??وا?? ستونزي به نوري هم زياتي شي،د لوي څ??تن په مهربانۍ او د دې ايوان په مرسته به ه??وا?? د مسئلو څخه وېستلو لپاره خپل كردار ترسره كوم،كه مونږ كښې د يووالي جذبه وه نو مونږ به دې مسئلو څخه ه??وا?? وېستلو كښې بريالي شوو۔ د شورو په ور?? قامي اسمبلۍ كښې د خپه وېنا كښې وزيراعظم شهباز شريف ووئيل ټول پاكستان كښې طوفاني بارانونو هر ځائے تباهي كړي ، بلوچستان، كراچۍ، سندھ،كے پي كے، پنجاب او د چترال پشمول نورو سيمو كښې مالي ځاني زيان شوے۔لوي څ??تن دې پېښو كښې په حق رسيدليو ټولو كسانو له د خپل رحم په پلو كښې ځاے او ژوبل كسانو له روغ صحت وركړي۔ده ووئيل د دې صورتحال څخه مخلوط حكومت خبر دے ،څلورو واړو صوبو سره غونډي شوي،چرته چې هم كسان په حق رسيدلي ،د وګړو املاك ته زيان رسيدلے هلته ټول صوبائي حكومتونه د مرستي كارروائي كوي ، وفاقي حكومت هم اين ډي اېم اے د لارې د مرستي كاروائيو كښې شريك دے۔ وزيراعظم ووئيل څومره چې هم روپۍ زياتي شي د كوم انسان متبادل نه شي كيدے۔ وفاقي حكومت مالي امداد نه شاته شوے نه دے او مرسته به نوره هم زياتوي،سبا په دې لړ كښې غونډه رابللې شي، ده ووئېل د غونډي سفارشات تر مخه به د مرستې اعلان كولې شي۔ جھل مګسي، كوئټه، ژوب، چمن، ټانك، كراچۍ او ډيره اسماعيل خان كښې چې د كروندګرو كوم زيان شوے د هغې ازاله كولو كښې به بې غوري نه شي كولې۔ده ووئيل انساني فطرت دا دے چې بچي ته چې كله كوم تكليف رسي نو بچے مور له ور??ي او مور بچي له ور??ي۔ټولي ادارې د دې ايوان څخه وتللې دي، دا ايوان د مور حيثيت لري۔ ده ووئېل د 1973ء آئين ذوالفقار علي بھټو په مشرۍ كښې مرتب كړے شوے،دا آئين د ه??وا?? د وحدت لويه نخښه ده، بدترينه وختونو كښې دې آئين د نړۍ په وړاندې پاكستان قوي او په متحده ډول وړاندې كړے او تر پيړيو به دا آئين ه??وا?? قوي كوي۔ ده ووئيل حاكميت د لوي څ??تن دے او هغه د ه??وا?? او زمونږ د ټولو خالق دے او كوم اختيار چې لوي څ??تن د ه??وا?? 22 كروړه اولس دې نمائنده ايوان له وركړې هغه د مقدس امانت په توګه دا ايوان استعمالوي۔ ده ووئېل د آئين له مخې مقننه او د عدليه پشمول د ټولو ادارو آئين كښې كردار متعين دے، آئين ټولو ادارو ته ښائي چې په دې دائره كښې د ه??وا?? خذمت كول دي خو په ه??وا?? كښې د بده مرغه مارشل لاء راغلې او تر لسيزو قائم پاتې شوي،د دې په نتيجه كښې ه??وا?? مات شوے ، جمهوريت ته وده نه ده ترلاسه شوې ۔ده ووئيل اغيار آئي اېم اېف او غريبي شاته پرېښودې خو مونږ تر اوسه د مسئلو ښكار يو،او نه پوهېږو چې تر څو به د قرضو سره مخ يو۔ وزيراعظم ووئيل د 2018ء په ټاكنو كښې بدترينه ټګي شوې ، د شپې په تياره كښې آر ټي ايس بند شوے ، يو پخواني چيف جسټس په امر شميرې اېسارې كړے شوي۔د 2018ء حكومت د تاريخ د تګۍ پيداوار ؤ۔درې نيم كاله كښې 20 زره اربه څخه زياته پور اخسستلے شوے۔ 5.8 فيصد جي ډي پي 2019?? كښې د يو فيصد څخه كمه شوې ، وګړې بے روزګاره شوي۔ ده ووئېل د پاكستان معيشت ته زيان رسيدلے خو هغه وخت اپوزيشن پريكړه چې سياست په ځائې رياست بچ كول دي،ټولو مشرانو په ګډه پريكړه كړې ځكه چې هغوې ته معلومه وه چې ه??وا?? ديواليه كيدونكے دے ، بيروزګاري او ګراني زياته شوې۔ده پوښتنه وكړه چې آيا مونږ د غلا په دروازه راغلې يو ؟ مونږ په وزيراعظم هاؤس نه يو ورختلي،مونږ د ووت په طاقت سره د تاريخ بدترين چيلنج قبول كړے دے