اسلام آباد 15 جولائي (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثناء الله خان وئيلي دي اړوندې ادارې دې په ټولنه كښې اخلاقي اقدار د پښو لاندې كوٶنكو په ضد د زيرو ټالرينس پاليسي خپله كړي٬ د وګړو عزت نفس دې محفوظ جوړ كړے شي٬ وګړي د ځورونې او بلېك مېلنګ نه ساتلو لپاره دې اې?? آئي اے، پي ټي اے او نورې ادارې فعاله كردار ولوبوي۔ ده دا خبرې د جمعې په ورځ د لوړې كچې غونډې مشرۍ په مهال كړې۔ په غونډه كښې داخله سېكرټري يوسف نسيم کھوکھر، د پنجاب آئي جي راؤ سردار علي خان، د اې?? آئي اے ډائريکټر جنرل محمد طا??ر رائے، د نادرا لنډ مهاله چئيرمېن بريګيډيئر (ر) خالد لطيف او نورو چارواكو ګډون كولٶ۔ په غونډه كښې په سوشل ميديا د وګړو د ځورونې، د غېر اخلاقي ويډيوز اپ لوډ كولو، بلېك م??لن?? او د كردار كشۍ د چارو جاج واخستلے شو٫په غونډه كښې د سوشل ميډيا د لارې د غېر اخلاقي مواد خپرولو، د وګړو د ځورونې او د دوي د كردار كشۍ د لارې عزت ته د زيان رسوٶنكو په ضد د كرېك ډاٶن پرېكړه وشوه۔ داخله وزير په سائبر کرائم كښې د ككړو كسانو په ضد كاروائۍ لپاره د اې?? آئي اے ډي جي ته امر وكړو۔ د اې?? آئي اے ډي جي ووئيل په سائبر سپېس د ځورونۍ، کردار کشۍ، غېر اخلاقي موادو او د بلېك مېلنګ پحقله شكايات د ادارې په رابطه نمبرز درج كېدے شي٬ وګړي دې خپل شكايتونه د اې?? ائي اے په پورټل، شکايت نمبر 111345786 يا د اې?? آئي آئے په كوم هم دفتر كښې درج كولې شي