اسلام آباد 11 جون (اے پي پي) د قومي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف وئيلي دي چې په معاشي توګه خپلواكه كېدو لپاره د ضرورت مندو مرستې سره به په هېواد كښې ??عاشي استحكام راشي، د اخوت فاٶنډېشن بلا سود قرض سروس په خاص ت??ګه ضرورت مند مېرمنو لپاره د ستائنې او ډاډګېرنې وړ دے، د اولس معاشي چېلنجونو لپاره د اخوت فاٶنډېشن د مرستې ضرورت دے. ده دا خبرې د خالي په ورځ ??ه اسلام آباد كښې د اخوت فاٶنډېشن باني او چيئرپرسن ډاكټر امجد ثاقب سره د ملاقات په مهال وكړې. راجه پروېز اشرف د روغتيا او تعليم په څانګه كښې د اخوت فاٶنډېشن د پروژو ستائ??ه كولو سره په دې څانګو كښې د اخوت د دلچسپۍ ستائنه وكړه. ده هيله ??رګ??ده كړه چې اخوت فاٶنډېشن به په ګوجر خان كښې خپل خدمات زيات كړي ځكه چې په ګوجر خان كښې تقريباً پنځه زره كسان د اخوت د مرستې څخه مستفيد شوي دي. د اخوت فاٶنډېشن چيئرمېن ووئيل چې اخوت په دې وروستېو كښې ??ه چكوال كښې ??وهنتون پېل كړے دے. ده سپيكر ته د پوهنتون د دورې كولو بلنه هم وركړه. ده سپيكر د اخوت فاٶنډېشن د پروژو څخه خبر كړو.