اسلام آباد۔9جون (اے پی پی)وفاقی حکومت به نوې مالي كال 23 ۔ 2022 لپاره بجټ نن د جمعې ??ه ورځ ??ړا??دې كوي په كوم كښې به چې هېواد ته د پېښې او ??ړيوالې منظرنامې تر مخه مالياتي استحكام ٬ خساره كمولو ٬ برآمدات زياتولو او د كركيلې ودې ته خاص پام لرنه كول شي۔ د خزانې او ??حصولات وفاقي وزير ډاكټر مفتاح اسماعيل به قامي اسمبلۍ كښې بجټ ??ړا??دې كوي۔ د ذريعو له مخې د نوي مالي كال په پي اېس ډي پي كښې بلوچستان او ځوانانو له نوې سكيمونه پېل كولې شي۔ د لوړو زده كړو كمېسيون منصوبو سره سره د وزیراعظم مېرټ بېسډ لېپ ټاپ سکیم لاندې به ذيركو زده كوؤنكو ته لېپ ټاپ وركولې شي۔ يو بل سكيم به هم معارفي كولې شي چې له مخې به ئې د اعلی تعليمي ادارو زده كوؤنكي په آسانو قسطونو لېپ ټاپ اخستلے شي۔ د صوبو په مرسته به د پېشه ورې تربيې 250 ادارې جوړولې شي۔ دغسې 250 منی سپورټس سټېډيم به هم جوړولې شي۔ په بلوچستان كښې پرمختيائي بجټ يو مهم هدف دے۔ د پخوانۍ فاټا ضم شوو ضلعو پرمختيائي منصوبو لپاره د 50 اربه روپو فنډ اېښودلو ??ړا????ېز دے۔ مالياتي انتظام لا مضبوطولو له په بجټ كښې اقتصادي استحكام ٬ غېر پرمختيائي خرڅونو كښې كمے ٬ د ملازمتونو په موقعو كښې زياتوالے ٬ اولس دوسته پالېسيو او د هېواد سماجي او اقتصادي پرمختګ ته به خصوصي پاملرنه كولې شي۔ د وزیراعظم شهباز شریف وژن په رڼا كښې د پرمختګ بنيادي ضرورتونو ته په پي اېس ډي پي كښې ترجيح وركړې شوې ۔ د لوړو زده كړو څانګه هم د پي اېس ډي پي ترجيحي برخه ده٬ ددې لاندې به ځوانانو لپاره فنډز او د وظيفو شمېره كښې زياتوالے شي