اسلام آباد 21 مئي (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيري مرېم اورنګزيب وئيلي دي چې هند په ياسين ملك د دروغو مقدمې جوړې كړي، فري ټرائل نه غير په هغه په 19 مئي كو فرد جرم لګولې شوې، هند ياسين ملك ته د مرګ يا ټول عمري زندان سزا اورول غواړي، وزيراعظم د ياسين ملك معامله په نړيواله كچه پورته كولو سپارښتنه كړې ده، هند په ښكاره ډول د بشري حقونو او نړيوال پروټوكولز خلاف ورزي كوي، بايد نړيواله ورورولي د دې نوټس واخلي، د قانون وزارت او د بشري حقونو وزارت په دې لړ كښې كار پيل كړې دې۔د خالي په ورځ د حري?? لارښود ياسين ملك كوروداني او لور سره خبري كنفرنس ته خطاب كښې وفاقي وزير اطلاعات ووئيل په ياسين ملك تر نن د كوم منفي هلو ځلو تور نه دې لګولې شوې، هغه خپل ټول ژوند د كشمير كاز لپاره وقف كړې۔دې ووئيل د ياسين ملك كوروداني مشعال ملك ستمبر 2014ء كښې د ياسين ملك سره ملاقات كړې،هغه وخت د دې د لور عمر دوه كاله ؤ۔دې ووئيل ياسين ملك د كشمير كاز لپاره لوئ قربانۍ وركړې دي ، تهاړ زندان څخه د هغه جاري شوې ويډيو كښې هغه يوه خبره كوي چې ما له د خبرې كولو اجازه راكړئ۔دې ووئيل هند په ښكاره ډول د نړيوال قوانين خلاف ورزي كوي۔ وفاقي وزير اطلاعات ووئيل وزيراعظم شهباز شريف د قانون وزارت او د بشري حقونو وزارت ته سپارښتنه كړې چې ياسين ملك معامله په نړيواله كچه پورته كړې۔دې ووئيل د ياسين ملك ??ه ضد هند كښې منظم كمپائن چلولې كېږي، هند د مذهبي كارډ د لارې كشميريانو كښې تقسيم پيدا كولو ناكام هڅه كوي۔دې ووئيل مقبوضه كشمير اولس د هند غنډه ګردي او بربريت ??ه ضد نه چرې غلام جوړ شوې او نه به جوړ شي۔دې ووئيل هند د سيد عل?? ګيلاني جنازې كولو اجازه هم نه وه وركړې، هند د سيد عل?? ګيلاني د مړي څخه هم يريدلو، نن د هغه په قبر هم ولاړ دي او پهرا كوي۔ دې ووئيل هند نه غواړي چې كشمير كښې امناكه آزادي ??ي۔ د آزادۍ غږ پورته كونكې ياسين ملك د فري ټرائل وركولو څخه منع كړې كېږي، د نړآوالي ورورولۍ ذمه واري ده چې د هند د دې اقام نوټس واخلي۔دې ووئيل مودي د حري?? لارښودو څخه يريږي ، هم دغه وجه ده چې هغه په مقبوضه كشمير كښې په فاشزم اډانه كارروائي كوي۔دې ووئيل د مشعال ملك د ياسين ملك سره خبري نه كولې كېږي،د هغه لور د دوه كلونو وه كله ئې چې هغه سره ملاقات شوې ؤ بيا دې نه پس د هغه د خپلي لور سره هم ملاقات نه دې شوې۔ وفاقي وزير اطلاعات ووئيل هند چې څومره هم هڅه وكړي ، د كشميريانو جذبې او د آزادۍ تحريك ته زيان نه شي رسولې، پاكستانې قام د مقبوضه كشمير د آزادۍ لپاره د كشميريانو سره ولاړ دې، كشمير د پاكستان شه رګ دې، مونږ به دې څخه چرې هم په شا نه شو۔ وفاقي وزير اطلاعات ووئيل د كشمير اولس د ملګرو ملتونو قراردادونو له مخې پريكړه كول غواړي۔ د يوې پوښتنې په ځواب دې ووئيل د ياسين ملك په معامله د بشري حقونو وزارت او د قانون وزارت په قانوني كچه تګلاره مرتب كوي، دا هنګامي صورتحال دې، هند په 19 مئي غير د كوم فري ټرائل په ياسين ملك فرد جرم لګولې او اوس وئيلي كېږي چې په 25 مئي به سزا اورولې شي، دا صورتحال به په هنګامي ډول ډيل كولې شي