اسلام آباد 10 مئي (اے پي پي) د قانون او انصاف وفاقي وزير اعظم نذير تارړ وئېلي دي د تېرو شپږو اونيو نه آئين سره لوبې كېږي٬په هېواد كښې د آئيني بحران پېدا كولو هڅه كولې شي٬ وفاقي كابينې واضحه كړی چې د كوم ډول مداخلې يا د اختياراتو كمېدل به قبول نه ??ړے شي٬هېواد دې د كوم آئيني بحران پلو د بوتللو هڅه ونه ??ړی شي۔د نهې په ورځ د وفاقي كابينې غونډې نه ??س د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب او د توان وفاقي وزير خرم دستګير خان سره يوځاې خبريالانو ته د بريفنګ وركولو په مهال وفاقي وزير ووئيل د تېرو شپږو اووه اونيو څخه د پاكستان آئين سره د ځينې آئيني چا??واكو لخوا چې كوم سل??ك كېږي په دې د پاكستان اعلٰی عدالتونو بې مثاله پريكړې كړي ٬حكومتونه بدلېږي رابدلېږي خو داسې صورتحال كله هم نه دې راپیدا شوے ۔له بده مرغه دې ځل يو عادت جوړ كړے شوے چې هر څيز د قانون او آئين په ضد كولې شي۔ده ووئيل نن كابينې د پنجاب د ګورنر په معامله تفصيلي غور كړے ٬په كابينه ??ښې د ټولو سياسي ګوندونو نمائندګي ده٬پي پي پي٬جے يو آئي٬اېم كيو اېم٬بي اېن پي٬اے اېن پي او د مسلم ليګ(ن)پشمول ټولو ګوندونو په دې معامل?? خبرې كړي۔ده ووئيل كابينې په دې خبره ا??دې??نه ښودلې چې د وزيراعظم آئيني اېډوائس كوم چې د آرټيكل 101 او آرټيكل 48 تابع دے ٬په دې صدر مملكت عمل نه دے كړے۔ده ووئيل وفاقي كابينې د پنجاب ګورنر عمر سرفراز چيمه لرې كولو لپاره د وزيراعظم شهباز شريف د لېږلې شوي اېډوائس توثيق كړے او د دې منظوري يې وركړې۔ ده ووئېل كابينې د دې عزم څرګندونه ??ړې چې د پاكستان آئين له مخې حاكميت د لوي څښتن دے او د پاكستان د رياست ٬ حكومت او د رياست چا??ې د اولس ټاكلې شوو استازو ته د وزيراعظم او كابينې لاندې استعمالول دي۔ده ووئيل دا پريكړه هم شوې چې په دې معامله به په قامي اسمبلۍ كښې هم بحث كولې شي او په دې لړ كښې به يو قرارداد هم وړاندې كولې شي۔