اسلام آباد 20 اپرېل (اے پي پي) د تحريك انصاف د حكومت په دور كښې د سركاري قرضونو حجم د 24953 اربه روپو نه زياتېدو سره 42745 اربه روپو ته رسېدلې، د مجموعي غېر ملكي قرضو حجم د 75.4 اربه ډالرو نه زياتېدو سرهپ 102.3 اربه ډالرو ته رسېدلے، تجارتي خساره د 43 اربه ډالرو په كچه ده، د بې روزګاره كسانو شمېره د 35 لكو نه زياتېدو سره 95 لكو ته رسېدلې.دا خبرې د شورو په ورځ د خزانې وفاقي وزير مفتاح اسماعيل وفاقي كابينې ته د مفصل بريفنګ په مهال كړې دي. ده ووئيل چې د مالي كال 2017-18 په مهال د مجموعي قومي پېداوار ﴿جي ډي پي﴾ شرح نمو 6.1 فيصد وه كومه چې په كال 22-2021?? كښې 4 فيصد ده. ده ووئيل چې صارفينو لپاره د بېعو حساس اشاريه په مالي كال 18-2017 كښې 0.9 فيصده وه كومه چې اوس زياتېدو سره 17.3 فيصد ته رسېدلې. وفاقي كابينې ته ووئيل شول چې د خوراكي څيزونو افراط زر په كال 2018?? كښې 2.3 فيصد و كوم چې په مالي كال 2022?? كښې 10.2 فيصد شوے. وفاقي وزيړ ووئيل چې په مالي كال 20185?? كښې د مالياتي خسارې حجم 2260 اربه روپې و كوم چې په مالي كال 2022?? كښې زياتېدو سره 5600 اربه ته رسېدلې. كابينې ته ووئيل شول چې په مالي كال 2018?? كښې د جي ډي پي په تناسب د ټېكسونو شرح 11.1 فيصده وه كومه چې په مالي كال 2022?? كښې كمېدو سره 9.1 فيصد پاتې شوې. ده ووئيل چې په مالي كال 2018?? كښې په سركاري قرضونو كښې د اوسط كلنې اضافې حجم 2132 اربه روپې و كوم چې په كال 2022?? كښې زياتېدو سره 5083 اربه روپو ته رسېدلې. په كال 2018?? كښې د مجموعي قرضونو او واجباتو حجم 29878 اربه روپې و كوم چې په كال 2022?? كښې زياتېدو سره 51724 اربه روپو ته رسېدلې. وفاقي كابينې ته ووئيل شول چې په كال 18-2017?? كښې د غېر ملكي قرضونو حجم 75.4 اربه ډالرو و كوم چې په مالي كال 2022?? كښې زياتېدو سره 102.3 اربه ډالرو ته رسېدلې. په كال 2018?? كښې د غربت د ليكې د لاندې ژوند كوونكو خلقو شمېره 55 مليونه وه كومه چې په كال 2022?? كښې زياتېدو سره 75 مليونو ته رسېدلې. كابينې ته ووئيل شول چې په مالي كال 18-2017?? كښې د حسابات جاريه د كهاتو خساره 19.2 اربه ډالر وه كومه چې په مالي كال 2022?? كښې زياتېدو سره 20 اربه ډالرو ته رسېدلې. ده ووئيل چې په مالي كال 2018?? كښې د پاكستان تجارتي خساره 30.9 اربه ډالر وه كوم چې په مالي كال 2022?? كښې زياتېدو سره 43 اربه ډالرو ته رسېدلې. ده ووئيل چې په كال 2018?? كښې سټېټ بانك سره د زرمبادله د پانګو حجم 10 اربه ډالر و كوم چې په كال 2022?? كښې 10.8 اربه ډالر پاتې دے. وفاقي كابينې ته ووئيل شول چې په كال 2018?? كښې د ټرانسپرنسي انټرنېشنل په رېنكن?? كښې پاكستان په 117م نمبر و كوم چې په كال 2021?? كښې 140م نمبر ته تللې. په كال 2018?? كښې په پاسپورټ رېنكن?? كښې د پاكستان پاسپورټ په 104م نمبر و كوم چې په كال 2022?? كښې په 109 نمبر دے.