اسلام آباد۔12اپرېل(اے پی پی):وزیراعظم شهبازشر??ف هېواد د پېښې سنګينې معاشي وضعې او اقتصادي چېلنجونو څخه ويستلو له په بېړني بنيادونو د معاشي وړاندېزونو او سفارشاتو وضعه كولو هدايت كړې دې۔ د نهې په ورځ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم هدايت كړې چې دا وړاندېزونه دې د كركيلې ٬ صنعت ٬ سرمايه كارۍ ٬ بېنكارۍ او كاروبارۍ ورورولۍ په شمول د ټولو اړوندو طبقو د را??و په رڼا كښې مرتب كړې شي۔ په دې لړ كښې په رارونو يو څو ورځو كښې د غونډې كولو پرېكړه هم شوې ده۔ د وزارت عظمی منصب په باضابطه توګه د سنبالولو نه وروستو په خپله مشرۍ كښې د بېړنۍ غونډې په مهال ده معاشي پوهانو ته د سفارشاتو تيارولو امر وكړو۔ د خزانې سېكتر غونډې ته د ه??واد د معاشي صورتحال ، ریونیوز، بجټ خسارو او د داخلي او بهرنيو قرضو صورتحال په شمول د مجموعي قومي بېلنس شيټ په اړه بشپړه بريفنګ وركړو۔ ??زیراعظم شهباز شر??ف هدايت وكړو چې معاشي صورتحال او سنګينو مالي خطرو ته پام كولو سره دې د فوري ٬ منځومانې او اوږدې مودې اهدافو ښكاره تعين وكړې شي۔ ده دا هدايت هم وكړو چې په پالېسي آپشنز دې بشپړه سفارشات وړاندې كړې شي دغسې چې په رڼا كښې يۍ كوټلي ګامونه پورته كړې شي۔ وزیراعظم اولس ته ريليف وركولو او په ګرانۍ قابو موندلو له هم د بشپړه وړاندېزونو مرتب كولو هدايات جاري كړل۔ دغسې ده امر وكړو چې د رمضان بازارونو دې مانيټرنګ وكړې شي او د د ضروري څيزونو په نرخونو كښې دې فوري كمې وكړې شي۔ده ووئيل مونږ له به د قومي او اولسي ګټو ترمينځه د غوره توازن را??خې ته كولو د لارې مخ په وړاندې تلل وي۔