اسلام آباد 30 مارچ (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي چې عمران خان د مقدر سکندر دے٬ زه فخر كوم چې زه عمران خان سره يم٬ ضمير فروش به پاتې راځي٬ عمران خان ته چې كوم مقبوليت دا مهال ترلاسه دے ھغه په ټولټاكنو كښې هم نه ٶ۔ د شور وپه ورځ په اسلام آباد كښې د اي پاسپورټ پ??انستې په موقع خپلې وېنا كښې داخله وزير ووئيل د دروغژن سوچ وړ خ??ق چې كمزو??ي ئې مال دے او په ماضي كښې ئې کرنل قذافي او اسامه بن لادن څخه مال اخستو٬ ھغوي د عمران خان په ضد راغونډ شوې دي٬ شريف كورنۍ د مېمو ګېټ په سكېنډل كښې په تور كوټ كښې د زرداري په ضد وړاندې شوې او نن يو شوې دي۔ ده ووئيل ما وزيراعظم ته وئيلي ٶ چې اسمبلۍ ماتې كړه او نوې انتخاباتو پلو لاړ شئ، زه عمران خان سره لكه د غر ولاړ يم۔