اسلام آباد۔11مارچ (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي وسله وال ځواكونه د هېواد د دفاع بشپړه صلاحيت لري ٬ د پاكستان په ??وري كه چا هم په ګږه سترګه وكتل نو زيات زيان به پورته كړي٬ د چين جوړه كړې شوې جنګي الوتكه په ??نطقه كښې امنيتي عدم توازن لرې كولو له زمونږ په دفاعي نظام كښې لويه اضافه ده٬ د آمدن په زياتېدو به بې وزلۍ كښې كمې او دفاع لا مضبوطه كړؤ٬ معيشت مضبوطېږي٬ هېواد په سم لوري روان دے ٬ نظام سموؤ٬ بهر ناست صلاحيت لرونكي كسان هېواد ته بېرته راوستلو سره به د هغوي له صلاحيتونو څخه ګټه پورته كوؤ۔ هغه د دې خيالاتو څرګندونه د جمعې په ??رځ په ??اك فضائيه كښې د نوې جنګي الو??كو جے 10 سي شاملولو دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ په دستوره كښې د دفاع وزير پروېز خټك ٬ خارجه وزير شاه محمود قرېشي ٬ د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن ٬ د دفاعي پېداوار وفاقي وزيرې زبېده جلال ٬ د منصوبه بندۍ وفاقي وزير اسد عمر ٬ د وزيراعظم خصوصي مرستيال شهباز ګل ٬ د پاك پوځ سرلښكر جنرا?? قمر جاوېد باجوده ٬ د پاك سمندري مشر امجد نيازي ٬ د پاك هوائي پوځ مشر ايئر چيف م??رش?? ظهير احمد بابر سدھو او پاكستان كښې د چين سفير نونګ رونګ هم موجود وو۔ وزيراعظم ووئيل 40 كاله وړاندې په ??اك فضائيه كښې اېف 16 جنګي الوتكې شامل كړې شوې وې نو هېواد كښې خوشحالي راغلې وه چې مونږ د نوؤ جنګي الو??كو او ټېكنالوجۍ دلارې د خپل هېواد دفاع كولې شؤ۔ اوس د جے 10 سي الو??كو په ??اك فضائيه كښې په شاملېدو ټول اولس ته مباركي وركوم۔ هغه ووئيل د چين په خاص توګه مننه كوؤ چې د اته مياشتو په ??وده كښی يۍ مونږ ته جنګي الوتكې راكړې۔ هغه ووئيل پاكستان په دې لحاظ سره يو خوش قسمته هېواد دے چې په ??ره څانګه كښې صلاحيت لرونكي كسان لري خو دوئي كښې زياتره لا اوس هم د هېواد څخه بهر دي۔ څنګه څنګه چې معيشت مضبوطېږي ٬ هېواد مخ په ??ړاندې ځي ٬ زمونږ رخ سمېږي او مونږ نظام سموؤ۔ هغه ووئيل څنګه څنګه چې هېواد پرمختګ كوي مونږ به بهر ناست صلاحيت لرونكي كسان بېرته هېواد ته راوستلې شؤ۔ وزيراعظم ووئيل د اولس لخوا خپل وسله وال پوځ ته دا پېغام دې چې مونږ په خپل وسله وال پوځ بشپړه باور لرؤ چې هغه د خپل هېواد د فاع بشپړه صلاحيت لري او كه څوك پاكستان ته په ??ږه سترګه وګوري نو هغه به خپل زيان وكړي۔ وزیراعظم ووئيل د پلوامه نه وروستو چې كله په بالاكوټ بريد وكړې شو نو د دغې نه وروستو پاكستان چې څنګه ځواب وركړو هغه ټولې نړۍ ته يو پېغام وو چې مونږ د خپل دفاع صلاحيت لرؤ۔ هغه ووئيل د ترهګرۍ په ضد مونږ بلها قربانۍ وركړې دي او يو ګران جنګ مو كړې دې ٬ د عراق او سوريه مثالونه زمونږ وړاندې دي چې دغلته څه وشؤ ، هېوادونه تباه شي٬ خو زمونږ وسله والو ځواكونو او اولس چې كوم عزم سره د ترهګرۍ مقابله وكړه د هغې نه نړۍ ته معلومه شوه چې پاكستان خپل حفاظت كولې شي۔ هغه ووئيل د جنګي الو??كو فضائي مظاهرې ما??ه باور راكړې چې څوك هم په ??ونږ كوم ډول فشار اچولې نه شي۔ آزاد هېواد هله آزاد پاتې كېدې شي كله چې هغه خپل حفاظت كولې شي۔ هغه ووئيل په ??رمختګ كړې هېوادونو كښې هم یونیورسل هېلتھ کورېج وركولې نه شي٬ مونږ د لس لكھه روپو هېلتھ انشورنس وركوؤ ، احساس پروګرام پېل كړې شوې دې ٬ څنګه څنګه چې آمدن سوا كېږي دفاع به لا مضبوطه جوړوؤ۔ هغه ووئيل په بې وزلۍ كښې كمې كول او دفاع مضبوطه جوړول زمونږ په بجټ ترجيحاتو كښې شامل دي۔ دستورې ته د پاك فضائيه مشر ايئر چيف م??رش?? ظهير احمد بابر هم خطاب وكړو۔ دې نه وړاندې منهاس ايئر بېس ته په رارسېدو وزيراعظم عمران خان او وفاقي وزيرانو ته د پاك هوائي پوځ مشر هركلې ووې۔ وزیراعظم د ګارډ آف آنر معائنه وكړه، د پاك هوائي پوځ يوې ډلې هغه ته سلامي وړاندې كړه، وروستو وزيراعظم د جے 10سی جنګي الو??كو معائنه هم وكړه او په الو??كو كښې د كارولې كېدونكې ټېكنالوجۍ او د دې خصوصيات په اړه ئې معلومات ترلاسه كړل