اسلام آباد۔21فروری(اے پی پی) په سېنېټ كښی د حكومتي ډلې مشر ډاكټر شهزاد وسيم وئيلي دي چې پاكستان پولېنډ سره خپلو اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري ٬ دواړه هېوادونه د دوه اړخيزه تجا??تي حجم زياتولو پراخا ګنجا??ش لري٬ د كاروباري او تجا??تي پلاويو تبادلو كښې تندۍ سره تجا??تي هلې ځلې زياتېدې شي۔ د سېنېټ سېكرټرېټ لخوا د جاري شوي بيان لمخې د دې خيالاتو څرګندونه ده د
پولېنډ سفير ماسيج پسارسكي سره خبرو كښې وكړه چا چې ده سره د ګل په ورځ ملا??ات وكړو۔ په ملا??ات كښی د منطقې ٬ مجموعي سيمه ايزې وضعې او افغان صورتحال سره سره د شريكې خوښې په چارو بشپړه څرګندونه وشوه۔ په دې مهال سېنېټر ډاكټر شهزاد وسيم د پولېنډ سفير ته په پاكستان كښې د سفا??تي ذمه وارو په سنبالولو مباركي وركړه او ده لپاره يۍ د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ ډاكټر شهزاد وسيم ووئيل پاكستان پولينډ سره په دوه اړخيزه باور اډانه اړيكې مهمې ګڼي كومې چې په څو لسيزو محيط دي ٬ وخت تېرېدو سره سره دوه اړخيزه تړون لا قوي شوې دې۔ ده ووئيل پولېنډ كښې مېشته پاكستاني كميونټي د دواړو هېوادونو ترمينځه د پل كردار ترسره كوي۔ ده ووئيل تجا??تي حجم سوا كولو له پراخا ګنجائش موجود دے او د كاروباري او تجا??تي پلاويو تبادلو كښې تندۍ سره تجا??تي هلو ځلو ته وده وركولې كېدې شي۔ ده ووئيل په هند كښې د اسلاموفوبيا زياتېدونكې رجحان د اندېښنې وړ دې٬ په مقبوضه كشمير كښې د هندي ځواكونو لخوا روان ظلم او زياتې د بشري حقونو او نړيوال قانون سخت خلاف ورزي ده۔ پولش سفیر ووئيل پاكستان يو په زړه پورې ملګرې هېواد دے ٬ دواړه هېوادونه دوه اړخيزه معاشي او اقتصادي مرستې ته وده وركوي۔